ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د خوست په صبريو کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده”

28 Mar 2021 - 17:31
28 Mar 2021 - 17:31

کابل (پژواک، ۸ وری ۱۴۰۰): د خوست ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په يعقوبيو صبريو ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو د عملياتو پرمهال ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغې ولسوالۍ ولسوال محمداکبر ځدراڼ پژواک خبري اژانس ته وويل، له تېرو څو ورځو راهيسې افغان ځانګړو ځواکونو د زمبر په سيمه کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې عمليات پيل کړي دي.

د ده په وينا، د افغان ځانګړو ځواکونو په دغو عملياتو کې ۸ کسان وژل شوي او  ۹ نور ټپيان شوي، خو هويت يې تراوسه نه دی معلوم شوی.

هغه زياته کړه، په دې عملياتو کې په زياته اندازه وسلې، مهمات، ماينونه، ريموټ کنټرول، موټرسايکل او نور جنګي وسايل هم د ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلي او له منځه يې وړي دي.

نوموړی وايي، د وژل شويو کسانو جسدونه اوس هم د پېښې په ځای کې پراته دي.

ولسوال همدا راز وويل چې د عملياتو په سيمه کې یوه مېرمن او دوه ماشومانو هم د يوې چاودنې په ترڅ کې وژل شوي دي.

هغه زياتوي، تراوسه دا نه څرګنده چې چاودنه څه ډول رامنځته شوې، خو وايي چې په اړه يې پلټنې روانې دي.

د خوست د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوال نورالله ستانکزي بيا پژواک خبري اژانس ته وويل، په صبريو ولسوالۍ کې يوه مېرمن او يو ماشوم هغه وخت د خپل ماين په چاودنه کې ټپيان شوي، چې له امنيتي ځواکونو څخه يې د پټولو هڅه کوله.

ورته مهال په خوست کې د افغان ځانګړو ځواکونو د عامه اړيکو دفتر هم د يادو عملياتو په اړه اعلاميه خپره کړې او ويلې يې  دي، چې دوی د صبريو په ولسوالۍ کې د مارچ په ۱۹مه نېټه د سيمې د خلکو په غوښتنه تصفيوي عمليات پيل کړي او لا هم دوام لري.

په اعلاميه کې راغلي، د دغو عملياتو په ترڅ کې ۷ وسله وال طالبان وژل شوي او همدا ډول د وسلو زېرمې او شخصي بندي خانې هم له منځه وړل شوي دي.

بل لور ته طالبانو دخبرپاڼې په خپرولو سره بيا ويلي چې په يعقوبيو صبريو ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ٢٠ کسان وژل شوي دي.

سرچينه زياتوي، په دې عملياتو کې د ملکي خلکو کورونو او هټيو ته هم زيان رسېدلی دی.

Views: 517

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version