ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

 ډاکتران: واکسین یو چانس دی، امتحان یې کړئ!

30 Mar 2021 - 19:10
30 Mar 2021 - 19:10

کابل (پژواک،۱۰ وری۱۴۰۰): د روغتیايي کارکوونکو په ګډون ځينې هېوادوال د بېلابېلو دلایلو له امله په داسې حال کې د کرونا واکسین له تطبیق څخه ډډه کوي چې شنونکي او د عامې روغتیا وزارت دغه واکسین بې ضرره بللي او تطبیق یې ضروري بولي.

د راپورونو له مخې تر اوسه د کرونا واکسین۵۰۰ زره دوزه واکسین د هندوستان او ۴۶۸ زره دوزه د واکسین برابرولو نړیوال بنسټ (کوواکس) له خوا له افغانستان سره مرسته شوي دي.

د کرونا واکسین تطبیق د تېر کال د کب په پنځمه په کابل کې پیل شو، د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې تر اوسه په مرکز او ځینې ولایتونو کې۵۰ زره کسانو ته تطبیق شوي دي.

پژواک خبري اژانس په دې وروستیو کې په مرکز او ولایتونو کې له یو شمېر خلکو سره په دې اړه خبرې کړې چې ډېری مرکه کېدونکي ادعا کوي چې له افغانستان سره مرسته شوي واکسین د روغتیا نړیوال سازمان نه دي تایید کړي او ښايي جانبي غوارض ولري.

واکسین نه کوو، ځکه پر کیفیت یې شک لرو:

ځينې مرکه کېدونکو ویلي چې د واکسین پر کیفیت شک لري او له همدې امله حاضر نه دي چې ځان واکسین کړي.

په کابل ښار کې د ګوش او ګلو یوه ډاکتر چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي پژواک ته وویل: “ما تر اوسه واکسین نه دي کړي، ځکه د واکسینو پر کیفیت شک لرم او ډارېږم چې ښايي د روغتیا نړیوال سازمان نه وي تایید کړي.”

هغه د روغتیايي لارښوونو (یو متر واټن مراعات، له ماسک څخه استفاده، په صابون او عفوني ضد مایع د لاسونو مینځل او نورو) پر مراعاتولو د ټینګار تر څنګ وویل: ” زه باور لرم چې د همدې لارښوونو په مراعاتولو سره پر کرونا ناروغۍ نه اخته کېږم.

د جوزجان ولایت د شبرغان ښار اوسېدونکي قمرالدین پویا عزیزي پژواک ته وویل:”زما د دوستانو له ډلې څو کسان ډاکتران او نرسان دي، دوی ویل چې تیار نه دي کرونا واکسین ځان ته تطبیق کړي، ښايي دغه واکسین خطرناک جانبي غوارض ولري.”

هغه چې په یاد ولایت کې مدني فعال دی زیاته کړه، خپله هم حیران دی چې ایا د کرونا واکسین تطبیق ته له زمینې برابرېدو وروسته واکسین وکړي او کنه؟

د زرنج ښار اوسېدونکي محمود محمودي پژواک ته وویل، هېڅکله حاضر نه دی چې ځان ته واکسین تطبیق کړي، ځکه د دغه واکسینو پر کیفیت شک لري.

هغه زیاته کړه: ” ما په فېسیوک کې ولوستل چې په بامیانو کې یو کس د کرونا واکسین له تطبیق وروسته ساه ورکړه او ځینې کسان وايي چې له افغانستان سره مرسته شوي واکسین ټسټ ته تیار دي.”

پر کرونا اخته شوی یم، واکسین نه کوم

یو شمېر مرکه کېدونکي په دې باور دي چې پر کرونا ویروس له اخته کېدو وروسته یې بدن د دې ناروغۍ پر وړاندې معافیت پیداکوي او د واکسینو تطبیق ته اړتیا نشته.

د عتیق الله شهریار په نوم یو تن فېسبوک کاروونکي وویل: “هغه کسان چې یو ځل پر کرونا ناروغۍ اخته شوي د کرونا واکسینو تطبیق ته اړتیا نه لري ځکه په طبیعي شکل واکسین شوي دي.”

په ورته وخت کې د یوه دولتي روغتون د نسايي ولادي څانګې ډاکترې نادیې پژواک ته وویل، واکسین نه کوي، ځکه دوې میاشتې مخکې پر دې ناروغۍ اخته شوې وه.

نوموړې په ټینګار سره وویل: “بدن مې د کرونا ناروغۍ پر وړاندې انټي باډي تولید کړې، د واکسین اخیستو ته اړتیا نه لرم.”

د زرنج ښار د لومړۍ ناحیې اوسېدونکي نجیبې عظیمي پژواک ته وویل: “کرونا ناروغي یې تېره کړې ده، ډېر سخت دوران و، له ټوخي او تبې نیولې تر ساه لنډۍ او ځان دردۍ، ۱۴ ورځې مې سختې تېرې کړې خو له څو ورځو وروسته بېرته عادي حالت ته راغلم او د روغتیا احساس مې وکړ.”

هغه زیاته کړه: “حاضره نه یم چې کرونا واکسین ځان ته تطبیق کړم، ځکه لازمه یې نه ګڼم، د خاله د لور په خبره مې چې ډاکتره ده پر کرونا ویروس د اخته کېدو وروسته مې بدن کافي مقاومت پیدا کړی او بیا پرې نه اخته کېږم.”

 د ډاکترانو فېسبوکي پوسټونه: واکسین یو چانس دی، دغه چانس امتحان کړئ او کرونا واکسین ترلاسه کړئ!

ډاکتر محمد حنیف نبي زاده پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: “ما هم تېره ورځ واکسین وکړل او د شپې نوکري هم وم، لږ تبه او ځان دردي مې لرل، نن ښه یم، ټولو خلکو په ځانګړې توګه هم مسلکانو ته وړاندیز کوم چې هم ځان واکسین کړي او هم عام خلک پوه کړي.”

نوموړي زیاته کړې، واکسین نه یوازې مضر نه دي بلکې د کرونا ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره ګټور هم دي.

دغه راز ډاکتر نصرت هم پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: “خپله مې تجربه کړي، خو دا چې واکسین د ځانګړې انټي باډي د تولید سبب کېږي باید داسې وي، نو ځکه باید د یادو نښو له امله د کرونا واکسین د تطبیق چانس له لاسه ور نه کړئ.”

د هغه په خبره، که څه هم په دې اړه اوازې چې په ځينو اروپايي هېوادونو کې یاد واکسین په یو شمېر کسانو کې د وینې د پرنډ کېدو لامل شوي چې دا موضوع تر اوسه نه ده تایید شوې خو له ښه مرغه په افغانستان کې تر اوسه هېڅ کس کې داسې نښې نه دي لیدل شوې.

نوموړي په پای کې لیکلي: “له دې امله زما په نظر یاد واکسین یو چانس دی، دغه چانس امتحان کړئ او کرونا واکسین ترلاسه کړئ.! ”

پوهان: د عامه پوهاي د کچې ټيټوالی د خلکو ترمنځ د ډار لامل شوی

روغتیايي متخصص ډاکتر بازمحمد شېرزاد پر عامې روغتیا وزارت نیوکه وکړه او وویل، په ځينو ولایتونو کې د روغتیايي کارکوونکو په ګډون یو شمېر کسان د واکسینو اخیستو لېوالتیا نه لري او ترې ډارېږي.

هغه ټينګار وکړ چې عامې روغتیا وزارت باید د کرونا واکسینو په تړاو خلکو ته په کافي اندازه عامه پوهاوی ورکړي څو د ډاکترانو په ګډون خلک د هغه له تطبیق څخه ونه ډار شي.

په ورته وخت کې په روغتیايي چارو کې د ولسمشرۍ ریاست د ارشد سلاکار دفتر رییس ډاکتر سید مسېح نوري هم پر عامې روغتیا وزارت نیوکه وکړه او پژواک ته یې وویل، دغه وزارت د کرونا واکسین اړوند د عامه پوهاوي منظم پروګرام نه لري.

د نوموړي په باور، د کرونا ناروغۍ او واکسینو په اړه یې د خلکو د عامه پوهاوي د سطحې کموالي له امله ډېری خلک د واکسینو له تطبیق څخه ډارېږي.

عامې روغتیا وزارت: د کرونا واکسین طبیق د منظیم پلان پر اساس روان دی

د عامې روغتیا وزارت ویاند دستګیر نظري د کرونا واکسین تطبیق په بشپړ ډول تخنیکي وباله او وویل، په افغانستان کې د کرونا واکسینو تطبیق د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر د یوه پروګرام له مخې روان دی.

هغه د کرونا واکسین په اړه د ځينو کسانو اندېښنو ته په اشاره وویل، کرونا واکسین خوندي دي او د کیفیت له اړخه ستونزه نه لري.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه واکسین د اکسفورډ پوهنتون له خوا جوړ شوي او له فورمول څخه یې د واکسین په درېیو لویو تولیدوونکو فابریکو (انګلستان، جنوبي کوریا او هند) کې استفاده کېږي.

د هغه په خبره، یاد واکسین د روغتیا نړیوال سازمان له خوا تایید شوي او اوس مهال د نړۍ په څه باندې ۱۳ هېوادونو کې تطبیق کېږي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وویل، له نېکه مرغه د کرونا واکسین تطبیق په مختلفو کټګوریو کې پیل شوی او په تطبیق کې یې هېڅ ستونزه نه شته.

هغه په ټولنه کې ځینو شته ناسم پوهاويو ته په اشاره وویل، د هغو پېښو له امله چې په اروپايي هېوادونو کې رامنځته شوې په افغانستان کې هم دغه ډول ناسم پوهاوی موجود دی.

نوموړي زیاته کړه، د کرونا واکسین د ګټورتوب په تړاو یې د ټولنیزو شوراګانو، اطلاعات او کلتور، د کلیو رغونې او پراختیا او حج او اوقافو وزارتونو له لارې په عملي ډول عامه پوهاوی پیل کړی دی.


دغه څېړنیز راپور د اروپايي ټولنې په مالي مرسته چمتو شوی دی؛ یوازې پژواک یې د منځپانګې مسوولیت لري او د یادې ټولنې نظر نه څرګندوي

Views: 73

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version