ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې ۸۲۵ بېوزله مېرمنو ته کاري زمينه برابره شوه

6 Apr 2021 - 16:02
6 Apr 2021 - 16:02

جلال اباد (پژواک، ۱۷ وری ۱۴۰۰): د ننګرهار کرنې او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولايت کې ٨٢٥ بېوزله ميرمنو ته د ځان بساينې او اقتصادي پیاوړتیا په پار کاري زمينه برابره شوه.

دغه مېرمنې چې ډېرې يې کونډې او بې سرپرسته دي د سبزيجاتو توليد او پروسس برخه کې کار کوي.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس انعام الله ساپي پژواک اژانس ته وويل چې  سلو مېرمنو ته په اچین او دوربابا ولسواليو کې لمریزې وچوونکې دستګاوې، د سبزیجاتو او میوه جاتو د پروسس اړین وسایل او د پروسس په برخه کې عملي او نظري ښوونې ورکړل شوي.

هغه زياته کړه چې په لسو ولسواليو بهسود، کوزکونړ، سره رود، کامه، روداتو،  مومندرې، خوږياڼو، ګوشته، لعلپوره او دره نور ولسواليو کې درې سوه مېرمنو ته د سبزیجاتو تخمونه، یو سلو پنځوس تنو ته د مالدارۍ د محصولاتو د پروسس بستې، اووه مېرمنو ته شنې خونې او شپږو مېرمنو ته د ځمکنيو توتانو ننداریزې قطعې ورکړل شوي.

د کرنې رييس وايي، د اقلیم د بدلون له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو د کمولو پروژه(DRRP . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version