کابل (پژواک، ٥ غويى ١٤٠٠) : په عراق کې د کرونا ناروغانو په يوه روغتون کې د اورلګېدنې له امله ٨٢ ناروغان مړه شوي دي.
عراقي رسنيو خبر ورکړى چې دا پېښه تېره شپه د عراق پلازمېنې بغداد په ابن الخطيب روغتون کې د اکسيجن بالون د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
ځايي چارواکو ويلي، تر چاودنې وروسته د اور وژنې عمله سيمې ته ورسېدله او په څو ساعتونو کې يې اور مړ او له روغتون څخه يې ناروغان او روغتيايي کارکوونکي وایستل.
خو د روغتون مسوولينو ويلي چې په دې څو ساعتونو کې ٨٢ ناروغان د اور لګېدنې له امله مړه شوي او يو شمېر نور سخت سوځېدلي چې نورو روغتونونو ته د درملنې په موخه لېږدول شوي دي.
د عراق د عامې روغتيا وزارت ويلي چې د اورلګېدنې پر مهال د کرونا سخت ناروغان د وينټلاټورونو تر ماشينونو لاندې وو، خو کله چې له دې ماشينونو څخه وایستل شول، يو شمېر يې مړه شول.
Views: 30
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن