ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا خپلو کارکوونکو ته د افغانستان د پرېښودو لارښوونه کړې

28 Apr 2021 - 09:25
28 Apr 2021 - 09:25

کابل(پژواک،۸ غویی۱۴۰۰): امریکا په کابل کې د خپل سفارت ټولو کارکوونکو ته لارښوونه کړې چې له افغانستان څخه ووځي، پرته له هغو کارکوونکو چې دلته یې دندې د دې ایجاب کوي چې باید پاتې شي.

دغه څرګندونې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کړې دي، خو نه یې ده په ډاګه کړې چې څومره شمېر کارکوونکي به یې افغانستان پرېږدي.

سرچینې ویلي، د نوې کړنلارې له مخې، امریکایي وګړو ته توصیه شوې چې افغانستان ته سفر ونه کړي، هغو امریکایي وګړو ته چې د سفر هوډ لري ویل شوي چې ژر دې په غیر نظامي پروازونو کې سفر وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت معمولا په بېړنیو حالاتو کې خپل نا اړین کارکوونکي له ځینو هېوادونو څخه وباسي، خو دا  یو بې مخینه اقدام دی چې ټولو هغو کارکوونکو ته چې بل ځای دندې ترسره کولی شي د وتلو لارښوونه ورته شوې ده.

د امریکا ولسمشر جوبایډن اعلان کړی چې د روان میلادي کال د سپټمبر تر ۱۱مه به ټول امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کنټ مک کنزي د تېرې سه شنبې په ورځ ویلي چې امریکا په کابل کې د   خپل سفارت د امنیت ټینګښت ته ژمنه ده .

هغه زیاته کړې:((زموږ موخه دا ده چې په افغانستان کې خپل سفارت وساتو،موږ به هلته ډېر کم شمېر نظامي حضور ولرو، څومره چې د سفارت بشپړ ساتلو ته اړتیا لري.))

له دې مخکې د امریکا دفاع وزارت اعلان کړی چې له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د خوندي ایستلو په موخه دغه هېوادته ۶۵۰نور سرتېري ولېږي.

 

Views: 36

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version