ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تر کوچني اختر وروسته د استانبول ناستې جوړېدو امکانات کم دي

6 May 2021 - 15:45
6 May 2021 - 15:45

کابل (پژواک، ١٦ غويى ١٤٠٠) : که څه هم د افغان سولې په تړاو تر اختر وروسته د ترکيې د استانبول ناستې ترسره کولو لپاره هڅې روانې دي، خو فکر نه کېږي چې دومره ژر به ترسره شي.

د استانبول ناسته د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په وړانديز د ملګرو ملتونو، ترکيې او قطر په کوربتوب ټاکل شوې وه، چې تېره مياشت د اپريل په ٢٤مه، ترسره شي، خو وسله والو طالبانو له دې امله په کې له ګډون څخه انکار وکړ چې امريکا او ناټو له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د ايستلو مهالوېش پنځه مياشتې وځنډاوه.

ملګرو ملتونو، قطر او ترکيې د دغې ناستې د ځنډولو د اعلان پر مهال ويلي وو چې دغه ناسته به تر کوچني اختره وروسته ترسره شي.

د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا سرچينې هم وايي، تر ډېره بريده هڅه کېږي چې دغه ناسته تر اختر وروسته ترسره شي.

د دغې شورا يو تن غړي پاينده حکمت پژواک اژانس ته وويل چې له کوچني اختر وروسته د استانبول کنفرانس حتمې کېدونکی دی، ځکه چې نړۍ په جدي توګه دافغانستان د قضیې د سياسي حل په لټه کې ده .

هغه زياته کړه، طبیعي ده چې د استانبول کنفرانس کې به په افغانستان کې د جکړې د پای مسير معلوم او يو لړ ملموس مثبت نتايج به هم ولري.

خو د سياسي چارو يو شمېر شنونکي په دې اند دي چې په هېواد کې د جګړو شدت او د حکومت او طالبانو ترمنځ د کړکېچ زياتوالي سره فکر نه کوي چې تر اختر وروسته دې دغه ناسته ترسره شي.

د سياسي چارو شنونکي نصرت الله حقپال پژواک اژانس ته وويل، فکر نه کوي چې د ترکيې ناسته تر اختر وروسته وشي، ځکه چې د دواړو لوريو ترمنځ وضعيت ډېر متشنج او بې باوري زياته شوې ده.

خو هغه وايي، چې د امريکا او طالبانو ترمنځ هڅې روانې دي چې ممکن تر اختر وروسته جوړ جاړي ته ورسيږي.

حقپال زياتوي: (( که کوم جوړجاړي ته هم ورسيږي، خو ممکن نه ده چې تر اختر وروسته دې ژر تر ژره دغه ناسته وشي .))

ده وويل چې په لومړيو کې دغې ناستې ته ډېرې هيلې وي چې په کې به لويې پرېکړې کېږي او مثبتې پايلې به ولري، خو اوس حالاتو ته په کتلو فکر نه کوي چې لويې لاسته راوړنې ولري.

د سياسي چارو بل کارپوه عبدالحی قانت هم وايي چې امريکا او د سيمې هېوادونو هڅې پيل کړې دي ترڅو دغه ناسته تر اختر وروسته وشي.

هغه وايي، د طالبانو دوه غوښتنې د مخکينيو شرطونو په توګه وړاندې کړي چې له تور لېست څخه د مشرانو د نومونو ايستل یې او د اووه زره بنديانو خوشې کېدل دي.

قانت وايي، که چېرې د دوى غوښتنې ومنل شي، نو بيا ممکن په کې ګډون وکړي.

د نوموړي په وينا، که چېرې د فشار له امله طالبان په کې ګډون هم وکړي، خو بيا به هم کومه پایله ونه لري.

امريکا او افغان حکومت وايي چې د طالبانو دا غوښتنې هغه مهال منل کېداى شي چې هغوى تاوتريخوالى کم او اوربند ته چمتو شي.

بلخوا په کابل کې ځينې بهرني ډيپلوماټان وايي چې تر اختر وروسته د ترکيې د ناستې ترسره کېدو امکانات کم دي.

د دوى په وينا، ښايي دا ناسته په جون مياشت کې وشي، خو هغه ډول به نه وي چې پخوا ترې هېلې کېدلې.

Views: 132

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version