Pajhwok Afghan News

برښنا شرکت: په تېرو دوو اونيو کې د برښنا ١٣ پايې الوځول شوې

کابل (پژواک، ٢٥ غويى ١٤٠٠) : د افغانستان برښنا شرکت وايي چې په تېرو دوو اونيو  کې په بېلا بېلو سيمو کې د برښنا ١٣ پايې ويجاړې او يا هم زيانمنې شوې دي.

د پايو د الوځولو او يا ويجاړولو وروستۍ پېښه تېره شپه د کابل ښار اړونده په اوولسمه ناحيه کې رامنځته شوې وه، چې له امله يې يوه پايه ويجاړه شوه.

د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې د لوړ ولتاژ د اتلانو له خوا د کابل ښار د اولسمې ناحیې اړوند، طلایي ښارګوټې ته څیرمه د برېښنا د ړنکې شویې پایې د بیرته رغولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.

د افغانستان برېښنا شرکت د لوړ ولټاژ رييس انجنیر عبدالاحد بارکزی او د لوړ ولتاژ آمر انجنير خوشحال صافی چې له اړوندو کارکوونکو سره په سیمه کې د یادې پایې په بیرته رغولو بوخت دي وايي، هڅه کوي د کابل ښار او اړوندو ولایتونو ته ژر تر ژره په مؤقتي توګه د برېښنا مزي ونښلوي.

هغوي وايي، چې په تېرو دوو اونیو کې د هیواد د دښمنانو او د ملي شتمنیو وراونوونکو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د برېښنا ۱۳ پایې ویجاړې او یا هم زیانمنې کړې دي.؟

د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې ددوى د لوړ ولتاژ اتلانو د روژې په مبارکه میاشت او د اختر په ورځو کې له کوم ځنډ پرته سیمې ته وردانګلي او د درنو هېوادوالو د کورونو د روښانولو لپاره یې په وخت کړندې ګامونه اخیستي او د نوموړو پرې شويو مزو او د برېښنا د ړنګو شویو پایو د بیارغولو چارې یې په چټکۍ او له کوم ځنډ پرته ترسره کړې دي.

د افغانستان برېښنا شرکت د رهبرۍ پلاوی له امنیتي ارګانونو څخه په جدې توګه غوښتنه کوي چې د برېښنا د تأسیساتو او شبکو په ساتنه کې کلکه پاملرنه وکړي، ددې پېښو عاملین ژر تر ژره ونيسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

Views: 78

Exit mobile version