ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: که د بندیانو په خلاصون سوله کېږي ؛ نو چمتو یو چې ۷زره طالبان بندیان خوشې کړو

15 May 2021 - 16:08
15 May 2021 - 16:08

کابل (پژواک، ٢٥ غويى ١٤٠٠) : ولسمشر اشرف غني وايي چې په هغه صورت کې د طالبانو پاتې اوه زره بنديان خوشې کوي چې د سولې ضمانت ورکړل شي.

هغه د جرمني شپيګل مجلې سره په يوه ځانګړې مرکه کې چې نن د غويي په ٢٥مه، خپره شوې ، ويلي ، که چېرې لويديځه د طالبانو له همدردۍ لاس واخلي؛ نو دا ډله سولې ته چمتو کېږي.

ولسمشر اشرف غني له پاکستان سره سياسي توافق د سولې لپاره ډېر مهم بولي او وايي چې د سولې او دښمنۍ مسئله د پاکستان په لاس کې ده.

د نوموړي په وينا، د سولې په تړاو به لومړى د سيمې په کچه پرېکړه کېږي ، تر ټولو مهمه داده، چې پاکستان په دې پروسه کې نېغ په نېغه دخيل کړى شي.

هغه زياته کړې ، امريکا اوس وړوکى رول لري د پاکستان رول ستر دى.

ولسمشر اشرف غني وايي، پر طالبانو د پاکستان نفوذ ډېر زيات دى ، ځکه چې پاکستان د طالبانو د ملاتړ يو منظم سيسټم لري.

ده ويلي : (( د طالبانو مالي او لوجستيکي تمويل او د وسله والو راټولول يې په پاکستان کې کېږي د طالبانو د تصميم ګيرۍ شورا ګانې ( د کويټې شورا، د ميرانشاه او پېښور شواګارنې ) د پاکستان له حکومت سره ژورې اړيکې لري.))

اشرف غني د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي، چې ايا طالبان سولې ته اماده کولى شي ويلي، : (( غربي ديپلوماستۍ بايد د طالبانو سره خواخوږي پاى ته ورسوي، طالبان يوه جنايتکاره ډله ده، بې ګناه خلک يې وژلي دي، دغې ډلې ته د يوه حکومت په څير اعتبار نه دى ورکول پکار. ))

هغه د يوې بلې پوښتنې په ځواب کې ويلي : (( زما او د مرګ ترمنځ د يوې مرمۍ واټن دى، زما د وژلو ډېرې هڅې شوې دي، خو افغانستان ويتنام نه دى، اوس د نړۍ هېڅ هېواد ما نه شي تشويقولى چې هېواد پرېږدم.))

Views: 46

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version