Pajhwok Afghan News

پکتيکا کې د سولې په نوم د لوبو پيل شوې سيالۍ پاى ته ورسېدې

ښرنه (پژواک، ٢ غبرګولى ١٤٠٠): د پکتيکا په بېلابېلو ولسواليو کې د سولې په نوم د واليبال، فوټبال او کرکټ پيل شوې سيالۍ پاى ته ورسېدې.

د پکتيکا د المپيک امر محمد امين شرنوال د غبرګولي په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ١٥ ورځې وړاندې د بېلابېلو ولسواليو د کرکټ، واليبال او فوټبال د ٩٧ لوبډلو ترمنځ د سولې تر نامه لاندې سيالۍ پيل شوې وې.

هغه وايي: ((له دې سياليو زموږ موخه سوله او ځوانانو لپاره سالم مصروف و چې تېره ورځ پاى ته ورسېدې.))

د نوموړي معلوماتو له مخې، د يادو سياليو ممتازو لوبډلو ته کپونه او انعامونه هم ورکول شول.

دغه راز د سروبي ولسوال عبدالرحيم اسحاقزي پژواک ته وويل چې د يادو سياليو په برابرولو کې ځوانانو هم د پام وړ رول لوبولاى دى.

ده هم وويل چې دغه ډول سيالۍ د سولې د راتګ او د جګړې د پاى ته رسولو لپاره خورا مهمې دي.

همدارنګه د سروبي د کرکټ يوه لوبغاړي الماس پژواک ته وويل چې د دوى په ولسوالۍ کې د کرکټ د ١٦ لوبډلو ترمنځ د سولې تر نامه لاندې د کرکټ سيالۍ پيل شوې دي.

هغه وويل: ((دغه ډول سيالۍ کولاى شي د ځوانانو ترمنځ يووالى رامنځته کړي او هم د جګړې د ختم او سولې پيغام له ځان سره لري.))

دغه راز د مرکز ښرنې اوسېدونکي حضرت شاه هم پژواک ته وويل چې په مرکز ښرنه کې د بېلابېلو لوبډلو ترمنځ د سولې ترنامه لاندې سيالۍ پيل شوې دي.

دى زياتوي چې دغه ډول لوبې سره له دې چې د سولې پيغام له ځان سره لري، د ځوانانو په منسجمولو او هم د نشه يي توکو د استعمال په مخنيوي کې مهم رو لوبولاى شي.

يو شمېر نورو لوبغاړو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومت او وسله والو طالبانو يې د سولې غوښتنه وکړه.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د سولې تر نامه لاندې د کرکټ، واليبال او فوټبال سيالۍ ترسره شوې.

Views: 10

Exit mobile version