ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کورنیو چارو وزیر په مشرۍ پلاوی د امنیتي وضعیت ارزونې په موخه کندهار ته تللی

9 Jun 2021 - 18:02
9 Jun 2021 - 18:02

کندهار (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۱۴۰۰): د کورنیو چارو د وزیر حیات الله حیات په مشرۍ یوه پلاوي د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه کندهار ته د سفر پر مهال د دغه ولایت له چارواکو سره وکتل.

په دې سفر کې د کورنیو چارو له وزیر سره د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رییس شمیم کټوازی او د ملي امنیت عمومي ریاست اپراتیفي مرستیال هم ملتیا کوي.

دغه پلاوي د کندهار له والي، د ولایتي شورا له غړو او نورو نظامي او ملکي چارواکو سره د امنیت، ستونزو او نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.

د کندهار والي روح الله خانزاده له یاد شوي پلاوي سره په لیدنه کې په کندهار ښار او ولسوالیو کې د ښې حکومتولۍ د پلي کېدو، د ډاډمن امنیت د خوندیتوب، په نظامي لیکو کې د کندهار د ځوانانو د جلب او جذب، د امنیتي ځواکونو د اکمال او تجهیز او د امنیتي ګواښونو د مخنیوي او امنیتي پلانونو اړوند ستونزې او غوښتنې شریکې کړې.

له دې لیدنې وروسته یاد شوي پلاوي د ولایتي شورا له غړو، په ولسي جرګه کې د کندهار له استازو او یو شمېر مخورو سره هم ولیدل.

په دې لیدنه کې د کندهار د ولایتي شورا مشر حاجي سید جان خاکرېزوال وویل، په دې وروستیو کې د دې ولایت امنیتي وضعیت خراب شوی چې د مرکزي ادارې جدي پاملرنې ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړه، د امنیت د خوندیتوب په موخه دې امنیتي ځواکونه اکمال او تجهیز شي او د حکومتولۍ چارې دې چټکې شي.

دغه راز هغه په ولسوالیو کې د متوازنو پراختیايي کارونو غوښتنه وکړه څو خلکو ته خدمات وړاندې شي او له دې لارې د خلکو او حکومت تر منځ اړیکې لا پیاوړې شي.

د کورنیو چارو وزیر حیات الله حیات وویل چې کندهار ته د سفر موخه یې د دې ولایت امنیتي وضعیت اروزنه ده او په دې برخه کې د شته ستونزو د لرې کولو لپاره به اړین ګامونه اوچت کړي.

ټاکل شوې ده دغه پلاوی د علماوو شورا، د ښاروالۍ مشورتي بورډ چارواکو، مدني ټولنو، ولسوالانو، د پراختیایی شوراګانو له مشرانو، خصوصي سکتور او سوداګرو سره هم وګوري.

دغه راز دغه پلاوی به په کندهار کې د کار موندنې پروګرام (EZ-Kar . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version