ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملګري ملتونه : په افغانستان کې د تاوتریخوالی زیاتوالی د سولې بهیر زیانمنوي

12 Jun 2021 - 21:39
12 Jun 2021 - 21:39

کابل (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۰): افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو نوی ځانګړي استازي د بریدونو او د تاوتریخوالي د زیاتیدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د دغه وضعیت دوام يې د ملګرو ملتونو او په افغانستان کې د سولې ملاتړ کونکو لپاره د نه منلو وړ وباله.

د بهرنیو چارو وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د افغانستان او سیمې لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له نوي ځانګړي استازي، ژان آرنو سره وکتل.

سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې د بهرنیو چارو وزیر آرنو ته د افغانستان او سیمې لپاره د ملګرو ملتونو سرمنشي د ځانګړي استازي په توګه د هغه د ماموریت پيل مبارکي وویله او د افغانستان د سولې بهیر په ملاتړ کې، د ياد سازمان همکارۍ او مؤثر رول څخه ستاينه وکړه.

اتمر همداراز د سیاسي، امنیتي او سولې خبرو لپاره د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د برنامو په اړه خبرې وکړې او په افغانستان کې د سمدستي او هر اړخیز اوربند اړتیا ته په پام سره، د هېواد د سولې بهیر په ملاتړ کې د سیمه ایزې اجماع پیاوړي کولو په اهمیت ټينګار وکړ.

په ورته وخت کې،  آرنو په افغانستان او سیمه کې د خپل ماموریت له پیل څخه خوښي څرګنده کړه او د سولې په بهیر کې د ملګرو ملتونو رول ته په کتو سره، د بریدونو او د تاوتریخوالي د زیاتیدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د دغه وضعیت دوام يې د ملګرو ملتونو او په افغانستان کې د سولې ملاتړ کونکو لپاره د نه منلو وړ وباله.

آرنو د سولې بهیر ګړندیتوب او د سمدستي او هراړخیز اوربند د ټينګښت اهمیت ته په اشارې سره، د تاوتریخوالي دوام، د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د معنی لرونکو خبرو اترو ځنډ او د اوربند د نه‌ټينګښت لپاره د دې ډلې نه حاضريدل د سولې بهیر بریا لپاره، خطرناکه وبلل.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ٢٥١٣ پریکړه لیک په‌ یادونې سره،  آرنو د سیمه ایزو او نړیوالو ترهګريزو ډلو سره د اړیکو قطع کولو لپاره د طالبانو لخوا خپلو ژمنو نه عملي کېدو باندې ژوره اندېښنه څرګنده کړه او په افغانستان کې تلپاتې سولې ته د رسیدو لپاره، دغه وضعیت ویجاړونکی وباله.

د ا فغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي، د سولې له بهیر څخه د ملاتړ په برخه کې د سیمه‌ایزو هیوادونو او سازمانانو رول ته په اشارې سره، د سیمه ایزې اجماع د پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار وکړ او سیاسي حل ته د رسیدو او د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره، د سیمې هېوادونو د لیدلورو توحیدول مهم وګڼل.

د غونډي په ترڅ کې،  اتمر او آرنو د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت څخه د ملاتړ پر دوام او د تیرو دوه لسیزو لاسته راوړنو د ساتنې په اړه هم تفصیلي خبرې وکړې.

Views: 13

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version