لښکرګاه (پژواک، ٢٣ غبرګولى ١٤٠٠): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د درې سوه زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړ شوى د کرونا د تشخيص مرکز ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
په دې اړه جوړې شوې غونډې ته د هلمند د عامې روغتيا رييس ډاکتر عبدالاحد حازم وويل چې د کرونا ناروغانو د تشخيص دغه لابراتور په ٢٤ ساعتونو کې د درې سوه کسانو د کرونا سمپلونو د معلومولو وړتيا لري.
دى وايي: ((هغه ستونزه زموږ هواره شوه چې مخکې به مو د کرونا ټسټونه کندهار يا کابل ولايت ته لېږل.))
حازم زياتوي چې دغه مرکز د درې سوه زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړ شوى دى.
دغه راز په هلمند کې د کرونا ناروغانو لپاره د ځانکړي شوي روغتون مسوول ډاکټر نصرت الله صفاري وويل چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د کرونا ناروغانو کچه لوړه شوې ده.
دى زياتوي: ((دا ډېر ښه کار وشو چې دلته لابراتوار جوړ شو، ځکه د جون له لومړۍ نېټې وروسته پېښې ډېرې شوې دي.))
د يادونې ده چې هلمند کې تر اوسه ١٢٥٢ کسان په کرونا اخته شوي، ٧٦٠ يې بېرته جوړ شوي، خو ٦٧ کسان نور بيا مړه شوي دي.
Views: 18
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن