ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنيه قوماندان: د خان اباد ولسوالۍ د طالبانو له شتون څخه پاکه شوه

16 Jun 2021 - 13:58
16 Jun 2021 - 13:58

کندوز ښار (پژواک، ٢٦ غبرګولى ١٤٠٠): د کندوز امنيه قوماندان ادعا کوي چې امنيتي ځواکونو د خان اباد ولسوالۍ د طالبانو شتون څخه پاکه کړې ده.

دوه ورځې وړاندې وسله والو طالبانو د کندوز د خان اباد ولسوالۍ په بشپړه توګه ونيوله چې وروسته بيا حکومت اعلان وکړ چې دغه ولسوالۍ يې بېرته له طالبانو نيولې او چاڼيز عمليات يې هم په کې پيل کړي دي.

د اړوندې موضوع په اړه د کندوز امنيه قوماندان جنرال فريد مشعل د غبرګولي په ١٢ مه رسنيو ته وويل چې امنيتي ځواکونو تېره شپه د خان اباد ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې عمليات کړي دي.

هغه وايي چې په دغو عملياتو کې ٢٠ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور يې ټپيان شوي دي.

ده زياته کړه: ((د تېرې شپې په عملياتو کې د خان ابادو لسوالۍ د طالبانو له شتون څخه پاکه شوه.))

قوماند وايي چې د يادې ولسوالۍ د امنيت د ټينګښت په موخه به يو شمېر سرتېري هم په دغې ولسوالۍ کې ځاى پرځاى شي.

په ورته وخت کې د سيمې اوسېدونکي نجيب الله پژواک ته وويل چې تېره شپه د ولسوالۍ مقام او بازار حکومتي ځواکونو بېرته نيولي دي.

دى زياتوي: ((دا مهال د ولسوالۍ بازار او نورې سيمې د حکومتي ځواکونو په کنټرول کې دي او بازار هم د خلکو پرمخ پرانیستى دى.))

بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده چې د تېرې يوې مياشتې په اوږدو کې وسله والو طالبانو له ٣٠ ډېرې ولسوالۍ نيولې دي.

Views: 81

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version