ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طبي پوهان: “تور فنګس” ساري نه دی او د کرونا هر ناروغ نه پرې اخته کېږي

4 Jul 2021 - 18:59
4 Jul 2021 - 18:59

کابل (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۰): د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د «تور فنګس» د درېیو پېښو د ثبت خبر ورکوي او هغه په هېواد کې له کرونا ویروس څخه لویه ناروغي بولي؛ خو طبي پوهان وایي چې د تور فنګس ناروغي ساري نه ده او د کرونا هر ناروغ نه پرې اخته کېږي.

د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د «تور فنګس» د پېښو د ثبت خبر ورکوي او وایي چې کرونا ویروس د ډېرېدو په حال کې دی، نو خلک باید مسوولیت منونکي شي، له دې پرته به لوی ناورین رامنځته شي.

د دغه وزارت سرپرست وحید مجروح پرون په یوه خبري ناسته کې وویل: “تر اوسه د کوویډ ــ۱۹ له اصلي ناورین څخه نه یو خلاص، چې پر بل غم اخته شوو، په کرونايي ناروغانو کې د تور فنګس پېښې د ډېرېدو په حال کې دي.”

هغه په کابل، بغلان او سمنګان ولایتونو کې د یادې ناروغۍ د درېیو پېښو ثبتېدو ته په اشاره وویل، پر تور فنګس دوه اخته ناروغان، د شکر ناروغي هم لري.

مجروح زیاته کړه: “د تور فنګس ناروغي له نادرو ناروغیو څخه ده چې په تېرو څو کلونو کې یې په افغانستان کې کومه پېښه نه وه ثبت شوې. پر دې ناروغۍ هغه کسان اخته کېږي چې د بدن دفاعي سیستم ته یې زیان رسېدلی وي.”

عامې روغتیا وزارت کرونا ویروس هم د تور فنګس ناروغۍ ته زمینه برابروونکی بولي او وایي چې د هغه له امله مړینه ۵۰ سلنه ده؛ خو له یوه ناروغ څخه بل ته نه انتقالېږي.

هغه تور فنګس د کرونا ویروس په پرتله ډېر لوی ناورین وباله او ویې ویل چې یوه فرصت طلبه باکتریا ده چې په طبیعت، ورستو مېوو، وښو او …. کې پیدا کېږي.

هغه په ټینګار سره وویل چې که هېوادوال د کرونا ویروس پر وړاندې پام ونه کړي، د تور فنګس په نوم له لوی ناورین سره به مخ شي.

د نوموړي په وینا، دغه وزارت د یادې ناروغۍ د مخنیوي او پرې اخته کسانو درملنې لپاره جدي چمتوالی نیولی دی.

هغه څرګنده کړه چې پر تور فنګس د اخته کسانو باید ژر جراحي وشي او د بدن همغه برخې یې لرې شي څو د بدن نورو برخو ته یې له خپرېدو مخنیوی وشي.

مجروح له خلکو وغوښتل چې روغتیایي سپارښتنې لکه ماسک تړل، له ګڼې ګوڼې ځان لرې ساتل، د لاسونو څو ځله مینځل او د کرونا د نښو په صورت ۱۴ ورځنی قرنطین مراعات کړي.

روغتیا وزارت باید له «تور فنګس» ناروغي سره د مبارزې لپاره منظمه برنامه چمتو کړي:

د عامې روغتیا وزارت پخواني سلاکار ډاکتر بازمحمد پژواک ته وویل چې د تور فنګس ناروغۍ لامل د «موکورمایکوزیس» په نوم یو فنګس دی، ځکه په دې نوم نومل شوی چې له امله یې د پزې شاوخوا برخې رنګ تغییر او نسج ته زیان رسېږي، په نتیجه کې د پزې شاوخوا برخه او سینوسونو کې د تور رنګ جوړېدو لامل کېږي.

هغه زیاته کړه چې د تور فنګس ناروغي نوې نه ده، بلکه دغه ناروغي له ډېرو کلونو راهیسي شتون لري. نوموړي وویل چې دغه فنګس په خاورو کې دننه، خوسا بوټو او ځینو حیواناتو په جسدونو کې موجود وي او د تنفس او پوستکي سره د تماس له لارې انتقالېږي؛ خو د لېږد عمده لاره یې تنفس ده.

کوم کسان له ګواښ سره مخ دي؟

ډاکتر شېرزاد وویل چې پر دغې ناروغۍ د هر عمر لرونکی کس اخته کېږي او تر ډېره پرې هغه خلک اخته کېږي چې په ورځني ژوند کې له قارچ سره تماس لري؛ خو که د بدن معافیاتي سیستم کمزوری وي، د هغه درملو له امله چې مصرفېږي او یا د بدن جدي روغتیایي وضعیت لرلو له امله ښايي یو کس ناروغ شي.

هغه څرګنده کړه: “پر دې ناروغۍ د هغو کسانو د اخته کېدو امکان ډېر دی چې د شکرې ناروغي لري، په ځانګړي توګه کله چې شکر کنټرول نه وي، اچ ای وي یا اېډز، د غړو پیوند، نوتروپني (د وینې د سپینو کرویاتو کمېدل) له استروئیدو اوږدمهاله استفاده، د تزریقي درملو مصرف، په بدن (هموکروماتوز) کې د اوسپنې ډېروالی، د نامناسبې غذا له امله د بدن خراب روغتیايي حالت، په بدن (اسیدوز متابولیک) کې د تیزابو غیر منظمه کچه، بې مودې زېږون یا د زېږون پر مهال کم وزن ولري یا یې پوست ته زیان رسېدلی وي لکه سوی وي یا ټپ ولري.”

د هغه په وینا، پر کوویډ-۱۹ اخته کسانو کې هم د تور فنګس پېښې ثبت شوې دي.

هغه د دې په څرګندولو چې له نېکه مرغه تور فنګس انتاني نه دی، وویل چې د هغه اختلالات یې ړندېدل، د وینې لخته کېدل او عصبي زیانونه تشکیلوي.

تشحیص او درملنه:

طبي پوهانو وویل، هرکله مو چې پر بدن د دې ناروغۍ نښې راپیدا شوې، ډاکتر ته لاړ شئ، د ناروغۍ او تغذیې د مخینې پوښتنه وکړئ، له پزې نمونه اخیستل او دغه راز د CT SCAN معاینات، کولای شي د دغې ناروغۍ په تشخیص کې مرسته وکړي. هغه وویل چې د درمنلې په ډېرو مواردو کې درمل ورکول کېږي؛ خو که پرمختللی مکروب ولري، په دغې ناورغۍ اخته غړی، د مخ یوه برخه لکه پزه یا سترګه لرې کېږي.

وقایه او مخنیوی:

د ډاکتر شېرزاد په وینا، دغه ناروغي واکسین نه لري نو د وقایې وړ نه ده؛ خو د ګرد او خاورو له سیمو لرې والی کولای شي له هغه مخنیوی وکړي.

پر دې سربېره، دغو طبي پوهانو وښوده چې N95 ډوله ماسک تړل، له چټلو لکه ډنډو، ویالې او نورو اوبو لرې والی، د بوټونو او جرابو پښو کولو، او لویو لستوڼو کالیو اغوستلو او د بدن د زخمونو منیځل کولای شي له دې ناروغۍ مخنیوی وکړي.

نوموړي وویل چې دې ناروغۍ له وړاندې هم شتون درلود؛ خو د کرونا په دوره کې چې د خلکو د بدن  مقاومت کم شوی ډېر خلک پرې اخته شوي دي.

نوموړي وویل چې عامې روغتیا وزارت دې له سلاکارانو او طبي پوهانو سره پر سپارښتونو کار وکړي څو د تور فنګس ناروغۍ په اړه خلکو ته عامه پوهای ورکړل شي او ډاکتران پوه شي چې ناروغان څه ډول درملنه کړي.

په ورته مهال د زړه ـ کاردیولوژي ناروغیو فوق متخصص او ترینر دوکتور نبیل پاکطین هم وایي چې تور فنګس ناروغي ساري نه ده او په کرونا هر اخته کس نه پرې اخته کېږي.

هغه زیاته کړه، د یوې پدیدې د تشخیص نه شتون، د هغې د نشتوالي په معنا ده.

هغه د دې ناروغۍ پر وړاندې د طبي ټولنې د مسوولیتونو په اړه وویل: “طبي ټولنه باید د هر ډول ډار او وېرې له خپرېدو مخکې طرحه جوړه کړي او دولت یې په اړه دقیق عامه پوهاوی ترسره کړي.”


 
دغه څېړنیز راپور د اروپايي ټولنې په مالي مرسته چمتو شوی دی؛ یوازې پژواک یې د منځپانګې مسوولیت لري او د یادې ټولنې نظر نه څرګندوي.

Views: 215

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version