Pajhwok Afghan News

په پکتيا کې د لويو لارو قوماندان د بډو اخيستو په تور نيول شوى

ګردېز (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۰): د ملي امنيت ځواکونو پکتيا کې د لويو لارو قوماندان د بډو اخيستو پرمهال لاس په لاس نيولى دى.

د پکتيا د ملي امنيت رياست يوې سرچينې د چنګاښ په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون د دغه ولايت د لويو لارو قوماندان څارمن توريالى عثماني د بډو اخيستو په تور نيول شوى دى.

که څه هم يادې سرچينې په دې اړه نور معلومات ورنه کړل، خو ويې ويل: ” په ګردېز ښار کې د درې سوه زره افغانيو د اخيستو پر مهال نيول شوی دی.”

دغه راز د پکتيا د امنيې قوماندانۍ اداري مرستيال حاجي محمد څرګند هم ياده مسئله تائيدوي، خو په دې اړه د جزئياتو له ورکولو ډډه کوي.

څرګند پژواک ته وويل: “دا مسئله شته، خو تر اوسه له موږ سره رسمي نه ده شريکه شوې.”

بل لورته د پکتيا ولايتي شورا رييس تاج محمد منګل وويل چې له فساد سره د مبارزې او ښو خدمتونو وړاندې کولو له لارې بايد د دولت او خلکو تر منځ واټن راکم شي.

منګل وويل: “عدالت د ټولنيز ثبات اساس دی او په دې برخه کې شفافيت ډېر مهم دی. له بده بخته پکتيا کې حکومتولي لا هم خرابه ده، فساد او نورې ستونزې شته، چې بايد د اړوندو ارګانونو له خوا جدي توجه ورته وشي.”

د يادونې ده چې څو اوونۍ وړاندې د پکتيا امنيې قوماندانۍ يو څارنوال هم د بډو اخيستو پر مهال لاس په لاس نيول شوی و.

Views: 1875

Exit mobile version