ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې چاودنې شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

10 Jul 2021 - 11:19
10 Jul 2021 - 11:19

کابل (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۰): د کابل پولیس وايي چې د کابل ښار اتمې ناحیې اړوند سیمه کې چاودنې دوه کسان وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.

د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاده پېښه نن سهار نهه بجې او لس دقیقې د کارته نو تپې سیمه کې د معاملاتو د لارښوونې په یوه دفتر کې رامنځته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې چاودنه د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې چې په کې دوه ملکیان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

هغه د قربانیانو د هویت په اړه جزیات ورنه کړل خو ویې ویل چې ټېم یې په سیمه کې څېړنې پیل کړې دي.

د یادونې ده، تر اوسه کوم کس یا ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.

Views: 174

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version