ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار په نازيانو کې پاڅون کوونکو د وسله والو ضد ليزري قطعه جوړه کړې ده

د ننګرهار په نازيانو کې پاڅون کوونکو د وسله والو ضد ليزري قطعه جوړه کړې ده

author avatar
15 Jul 2021 - 16:38
د ننګرهار په نازيانو کې پاڅون کوونکو د وسله والو ضد ليزري قطعه جوړه کړې ده
author avatar
15 Jul 2021 - 16:38

جلال اباد (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۰): د ننګرهار ولايت د نازيانو ولسوالۍ ولسي پاڅون کوونکي وايي، د وسله والو د ځپلو لپاره يې په خپل شخصي لګښت د ليزر وسلو لرونکو يوه قطعه جوړه کړې ده.

دوی وايي، لکه څرنګه چې داعش وسله وال په دې سيمه کې د ولسي پاڅونوالو په همکارۍ مات شول، همداسې به له وسله والو طالبانو سره هم جګړه کوي.

دغه پاڅونوال زیاتوي، که بهرني ځواکونه په افغانستان کې موجود وي او که نه دوی د وسله والو د ځپلو او ورسره د مقابلې لپاره پوره وړتيا لري.

د نازيانو ولسوالۍ د ولسي پاڅون کوونکو د ليزري قطعې قوماندان زرقلاب پژواک اژانس ته وويل چې دوی د وسله والو د ځپلو لپاره ځانګړې قطعه رامنځته کړې او هيڅ وسله والو مخالف ته اجازه نه ورکوي چې په دې ولسوالۍ کې حکومت او ولس پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي.

دی وايي: “دلته موږ هيچا ته حاجت نه لرو، دولت ته هم دا ډاډ ورکوو، که امريکايان دلته وي او که نه وي، موږ حاضر يو چې د خپل سر په بدله له خپلې خاورې دفاع او ساتنه وکړو.”

د دې قطعې يوه سرتېري سازنور وويل چې دوی د داعش د نښتو او بريدونو پر مهال هم له خپلې ولسوالۍ او خپلو خلکو خپله ساتنه کوله، له هغوی سره يې جګړې کړې او اوس له طالبانو سره په جګړو بوخت دي او اجازه نه ورکوي چې په دې ولسوالۍ کې طالبان حضور پيدا کړي.

په ورته وخت کې دوی له وسله والو طالبانو غواړي چې سوله دې وکړي او له جګړو دې لاس واخلي که نه نو د افغان سرتېرو له کلک غبرګون او بريدونو سره به مخ شي.

Views: 1605

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.