ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له توغندویي بریده وروسته د کندهار له هوایي ډګره یوځل بیا الوتنې وځنډبدلې

8 Aug 2021 - 12:13
8 Aug 2021 - 12:13

کندهار (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۰): د کندهار پر احمد شاه بابا نړیوال هوايي ډګر راکټي برید شوی چې له امله یې نن په دویمه ورځ هم ملکي الوتنې ځنډېدلې دي.

تېره ورځ پر یاد شوي هوايي ډګر راکټي برید شوی و چې له امله یې الوتنې ځنډېدلې وې، چارواکو ویلي وو چې نن به بیرته الوتنې په عادي توګه پیل شي.

خو نن سهار شاوخوا لس بجې یو ځل بیا پر دې هوايي ډګر راکټي برید شوی دی.

د احمد شاه بابا نړیوال هوايي ډګر مسوول مسعود پښتون پژواک خبري اژانس ته وویل، نن سهار شاوخوا لس بجې له نامعلوم لوري پر هوايي ډګر راکټونه توغول شوي چې مالي او ځان زیان نه لري خو الوتنې ځنډېدلې دي.

هغه زیاته کړه، هیله لرو چې له دوه ورځني ځنډ وروسته سبا بیرته په عادي بڼه الوتنې پیل شي.

دی وايي: ((په تېرو لسو ورځو کې د کندهار پر هوايي ډګر ۲۱ راکټونه توغول شوي چې ځاني زیان نه لري خو البته له دې امله څو ځله ملکي الوتنې ځنډول شوي دي.))

د ده په خبره، د هوايي ډګر او الوتنو د خوندیتوب لپاره تدابیر شته چې له مخې یې د هوايي ډګر دننه او بهر ۲۴ ساعته هوايي او ځمکنۍ ګزمې ترسره کېږي.

نوموړي وویل، هغه مهال چې په دې هوايي ډګر کې بهرني ځواکونه مېشت وو، په داسې حال کې چې هوايي دفاع سیسټم یې هم درلود خو کله نا کله ورته بریدونه کېدل.

دی وايي، دغه بریدونه د وسله والو له خوا د وېرې خپرولو په موخه کېږي.

خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

بل خوا نن پر کندهار ولایت مقام هم دوه چریکي هاوانونه توغول شوي چې کوم زیان نه لري.

یوې امنیتي سرچینې پژواک اژانس ته وویل، هاوانونه له نامعلوم لوري د ولایت مقام په انګړ کې لګېدلي چې هیڅ راز ځاني او مالي زیان نه لري.

نن د دوهمي ورځي لپاره د کندهار پر هوايي ډګر د راکټي بریدونو له امله دغه ولایت ته ټول ملکي پروازونه ځنډیدلي دي.
د هوايي ډګر مسوول مسعود پښتون د یکشنبې په ورځ ازادي رادیو ته وویل چې سهار لس بجې دوه راکټونه پر هوايي ډګر لګیدلي خو ځاني او مالي زیان یې نه دي اړولی.

کندهار ښار ته د جګړې له غځېدلو سره پر یاد شوي هوايي ډګر د توغندیو بریدونه هم ډېر شوي دي.

احمد شاه بابا هوايي ډګر له کندهار ښار څخه د ۱۶ کیلومتره په واټن د کندهار- سپین بولدک پر لویه لاره موقعیت لري چې له تېرو څو ورځو راهیسې دغه هوايي ډګر ته څېرمه په ډنډ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده.

Views: 231

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version