ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اردوغان: افغانستان کې د عادلانه او پایداره سولې د تامین لپاره ټولې هڅې کوم

11 Aug 2021 - 19:42
11 Aug 2021 - 19:42

کابل (پژواک ۲۰ زمری ۱۴۰۰): د ترکيې ولسمشر د دې ترڅنګ چې په افغانستان کې يې د تاوتریخوالي پر زیاتولو اندېښنه څرګنده کړې، وايي چې د افغانستان وضعیت څاري او د تاوتریخوالي پای ته رسولو او د عادلانه او پایداره سولې د تامین په موخه به خپلې ټولې هڅې وکړي.

له ارګ څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمداشرف غني نن مازیګر د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان سره، ټلیفوني خبرې وکړې.

سرچينه زياتوي، د دغې ټلیفوني مکالمې په پیل کې ولسمشر غني د ترکیې ولسمشر ته د یاد هیواد په انتالیا او ادانا ښارونو کې د اورلګېدو له امله د رامنځته شویو ځاني او مالي زیانونو په اړه د خپلې همدردۍ مراتب څرګند کړل.

سرچينه کاږي، وروسته ولسمشر غني د ترکیې د اصولي دریځ او په افغانستان کې د طالبانو ډلې له لوري د تاوتریخوالي زیاتولو په اړه د دغه هېواد د اندېښنو قدرداني وکړه او په هېواد کې د عادلانه او تلپاتې سولې د راوستلو په برخه کې یې په سیمه کې د ځواکمن اسلامي هېواد په توګه د ترکیې رول ارزښتناک وباله.

د خبرپاڼې په حواله، ولسمشر اردوغان په افغانستان کې د طالبانو ډلې له لوري د تاوتریخوالي پر زیاتولو اندېښنه څرګنده کړه، وې ویل، د ترکیې حکومت او خلک د افغان ولس تر څنګ ولاړ دي، باید په افغانستان کې تاوتریخوالی پای ته ورسېږي، د تلپاتې او عادلانه سولې د تامین په موخه سیاسي حللاره پیدا شي.

هغه زیاته کړه، د افغانستان وضعیت څاري او د تاوتریخوالي پای ته رسولو او د عادلانه او پایداره سولې د تامین په موخه به خپلې ټولې هڅې وکړي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د دغې ټلیفوني مکالمې په پای کې د افغانستان او ترکیې جمهور رئیسانو د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د اړیکو او همکاریو د پراختیا په اړه هم خبرې وکړې.

&nbsp . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version