ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو د کابل هوايي ډګر د امنيت ټينګښت ته چمتووالى وښود

طالبانو د کابل هوايي ډګر د امنيت ټينګښت ته چمتووالى وښود

author avatar
30 Aug 2021 - 14:34
طالبانو د کابل هوايي ډګر د امنيت ټينګښت ته چمتووالى وښود
author avatar
30 Aug 2021 - 14:34

کابل (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۰): طالبان وایي چې د کابل هوایي ډګر د امنیت ساتلو لپاره يې تر اوسه له ترکیې او قطر هېوادونو سره خبرې نه دي کړې، خو زياتوي د هوايي ډګر د امنيت ټينګښت لپاره پوره چمتووالى لري.

د امريکايانو او طالبانو ترمنځ د شوي تړون له مخې، امريکايانو او يو شمېر نورو هېوادونو د زمري په ٢٤مه له افغانستانه د خپلو اتباعو او هغو کسانو د ايستلو لړۍ پيل کړه چې له دوى سره يې دندې ترسره کړې وې.

امريکانو ويلي وو چې د تخليې دغه پروګرام به د روانې اګست مياشتې تر ٣١مې نېټې پورې ادامه پيدا کوي او په دې موده کې د کابل هوايي ډګر د امنيتي چارو مسووليت امريکا او ترکيې هېوادونو ته سپارل شوى و.

په دې اړه د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د وږي په اتمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د طالبانو ځانګړي ځواکونه په هوايي ډګر کې ځاى پر ځاى شوي او دا وړتيا لري چې د هوايي ډګر امنيت خوندي کړي.

ده زياته کړه: ((په نظامي برخه کې اسلامي امارت د چا مرستې او همکارۍ ته اړتيا نه لري، البته که په نورو برخو کې چېرې ضرورت پيدا شو، پر هغه به فکر وشي.))

مجاهد وايي چې طالبان د هوايي ډګر ترڅنګ د هېواد د ټولو برخو د امنيت تامينولو وړتيا لري.

بل لور ته د ځينو راپورونو له مخې، ټاکل شوې ده چې د امريکايانو له وتلو وروسته د کابل هوايي ډګر د امنيت چارې ترکيې او قطر هېوادونو ته وسپارل شي.

خو په دې اړه د اسلامي امارت مرستيال وياند احمدالله وثيق پژواک ته وويل چې د کابل هوايي ډګر د امنيت د ټينګښت په اړه تر اوسه له ترکيې او قطر هېوادونو سره خبرې نه دي شوي.

ده هم وويل چې د کابل هوايي ډګر امنيت طالبان خوندي کوي، خو په تخنيکي برخو کې که اړتيا پيدا شوه له نورو هېوادونو به مرسته وغوښتل شي.

په ورته وخت کې د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردغان هم ويلي چې له طالبانو سره د ترکیې چارواکو له لومړي ملاقات وروسته معلومه شوه چې هغوی د دغه میدان مدیریت او امنیت په اړه بل فکر لري او غواړي مدیریت یې ترکیه مخې ته یوسي او امنیت یې طالبان.

نوموړي وویل، په داسې یو حالت کې به ترکیه په ښه موقف کې نه وي.

اردوغان ویلي‌ دي: ((موږ څنګه تاسو (طالبان) ته امنیت وسپارو؟ فرض کړئ موږ امنیت در وسپاره، خو که یوه بله خونړۍ پېښه وشي، بیا به موږ نړۍ ته څه وضاحت ورکوو.))

د اګست په ۱۵مه د طالبانو له لوري‌ د کابل تر نیول کېدو مخکې، امریکا له ترکیې سره په خبرو بوخته وه چې د کابل هوايي‌ ډګر مدیریت او امنیت ور وسپاري.

ترکیې دغه کار ته زړه ښه کړی و خو له امریکا یې د لوژیستکي،‌ مالي او سیاسي مرستو غوښتنه کړې وه خو طالبانو بيا له دغه کار سره مخالفت کړى و.

داسې مهال د کابل هوايي ډګر د امنيت د ټينګښت په اړه څرګندونې کېږي چې تېره پنجشنبې په دغه هوايي ډګر کې د چاودنې له امله تر ١٠٠ ډېر کسان ووژل شول او ډېر ٢٠٠ ډېر ټپيان شول.

Views: 21

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.