ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یو شمېر خلک: امریکا ووتله، افغانان دې په یووالي وطن اباد کړي   

31 Aug 2021 - 14:23
31 Aug 2021 - 14:23

کابل (پژواک، ۹ وږی ۱۴۰۰): یو شمېر خلک د غونډو په جوړولو او د ټولنیزو رسنیو له لارې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو پر وتلو خوښي ښیي، وایي د جګړې ستر لامل پای ته ورسېد او نور باید افغانان په یووالي د وطن ابادۍ ته مټې بډ وهي.

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱ مې له بریدونو وروسته امریکا د همدغه کال د اکتوبر په ۷مه پر افغانستان برید وکړ. وروسته د طالبانو د هغه مهال حکومت له منځه ولاړ او د حامد کرزي په مشرۍ لنډ مهاله او بیا دوه پړاوه (لس کاله) د کرزي او شاوخوا شپږ نیم کاله د محمد اشرف غني پر مشري جمهوري حکومتونه جوړ شول.

طالبانو - چې اوس یې کابل هم نیولی او له پنجشېر پرته پر ټول هېواد واکمن دي- په افغانستان کې د مېشتو امریکایي او ناټو ځواکونو او د کرزي او غني د حکومتونو پر وړاندې وسله وال مقاومت وکړ.

تېره شپه د امریکایي ځواکونو وروستۍ ډله له افغانستانه ووتله او طالبانو له هېواده د دغو ځواکونو بشپړ وتل په هوایي ډزو ونمانځل، او ویاند یې ذبیح الله مجاهد وویل:"زموږ هېواد په بشپړه توګه خپلواکي ترلاسه کړه."

د امریکايي ځواکونو وتلو ته په ټولنیزو رسنیو کې افغانانو مختلف غبرګونونه څرګند کړي دي.

د قطار ظفري په نوم یو کس پر خپلې فیسبوکپاڼې لیکلي چې په مرکزي اسیا په ځانګړي ډول په افغانستان کې د جنګ او تېري یو ستر لامل ختم شو.

دی وايي:"خدای دې دا جنګ زموږ وروستی جنګ کړي او د تل پاتې ازادۍ نوم دې په تاریخ کې یاد شي، یادې بدمرغې جګړې په زرګونه افغانان ووژل، لکونه یې ټپیان کړل، په میلیونونه بې کوره شول."

‌‌‌‌ذاکرالله نکبین امریکایانو ته په خطاب کې لیکلي:"شکر الحمدالله؛ ځئ ځئ الله( ج) دې درنه زموږ انتقام واخلي."

سیمع الله وحدت بیا ویلي چې الله ﷻ ته دې د شکرانې سجدې ولګول شي او خلک دې د شهیدانو کورونو ته د مبارکۍ لپاره ورشي.

هاتف مختار پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي:"الله اکبر، د هېواد بشپړه آزادي او استقلال مو مبارک شه! زه نه شم کولی خپلې اوښکې بندې کړم." You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version