Pajhwok Afghan News

په بلخ کې له طالبانو د عادلانه نظام جوړېدو غوښتنه وشوه

مزارشريف (پژواک، ١٣ وږی ۱۴۰۰): د بلخ ولايت يو شمېر فرهنګي او مدني فعالانو له طالبانو د ټولشموله حکومت او عادلانه نظام جوړولو غوښتنه وکړه.

دغه غوښتنې په هغه غونډه کې مطرح شوې چې په مرکز مزارشريف ښار کې د مدني ټولنو غړو او فرهنګي فعالانو او په شمال زون کې د طالبانو د فرهنګي کمېسيون مسوولينو تر منځ جوړه شوې وه.

په مزارشريف کې د تبيان فرهنګي مرکز مرستيال او د يادې ناستې کوربه علي اکبر نورالحق په خپلو خبرو کې وويل چې له افغانستانه د امريکايي او ناټو ځواکونو وتل د ټول افغانانو هيله او غوښتنه وه.

هغه زياته کړه چې طالبان له اوږدې مبارزې او قربانۍ ورکولو وروسته وتوانېدل چې بهرنيو ځواکونو ته ماتې ورکړي.

دغه ټولنيز او فرهنګي فعال همدا راز وويل چې د طالبانو له خوا د افغانستان له نيول کېدو را وروسته په دغه هېواد کې امنيتي او جنايي پېښې په بېساري ډول راټيټې شوې دي.

خو هغه زياته کړه چې اوسمهال د دې وخت دی څو طالبان يو اسلامي او عادلانه نظام جوړ کړي.

نوموړی وايي: ((خلک له شته امنيت څخه خوشحاله دي، خو د دې تر څنګ بايد نوی نظام اسلامي او عادلانه وي، د خلکو حقونه بايد په کې خوندي وي په تېره بيا د لږکيو حقوق بايد په هیڅ ډول تر پښو لاندې نه شي.))

د هغه په خبره، د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ حکومت ځکه وپرځېد چې په وينا يې اداري فساد او بې عدالتي يې اوج ته رسېدلې وه او ولسي ملاتړ يې هم له لاسه ورکړی و.

مدني فعال سجاد موسوي پژواک ته وويل چې طالبانو ته ښه فرصت په لاس ورغلی، څو افغانستان کې يو مقتدر حکومت جوړ کړي.

خو هغه وايي، د داسې يوه حکومت جوړولو هغه مهال ممکن دی چې د هېواد ټول قومونه او مذهبونه په حکومت کې خپل ځان وويني.

نوموړي غوښتنه وکړه چې د پخوانيو حکومتونو ناکامه تجربې دې بيا نه تکرارېږي.

د مزارشريف اوسېدونکي او د دغه بحث ګډونوال سيد حسين مبارز وايي چې د طالبانو له خوا راتلونکی جوړېدونکی نظام بايد د عدالت پر اساساتو ولاړ وي.

د هغه په خبره، کله چې عدالت پلی شي او خلک له خپلو حقونو برخمن وي نو په دې صورت کې بيا طالبان کولای شي د خلکو د پام وړ وګرځي.

له دې سره په شمال زون کې د طالبانو د فرهنګي کمېسيون مسوول او د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رياست سرپرست ذبيح الله نوراني د غونډې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې په نوي جوړېدونکي حکومت او نظام کې به ټول افغانان خپل ځانونه وويني.

هغه زياته کړه چې طالبان د يوه داسې اسلامي نظام د جوړولو په لټه کې دي چې هر افغان په کې خپل ځان وويني او د امنيتي ډاډ احساس وکړي.

د نوراني په خبره، طالبان ژمن دي چې ښځو ته به د اسلامي اصولو په رڼا کې د زده کړو زمينه برابروي.

د هغه په وينا، د امريکا د ماتولو په مبارزه کې د افغانستان ټولو قومونو برخه اخيستې وه.

نوموړی وايي، دوی هڅه کوي څو له اداري او اخلاقي فساده پاکې او سالمې ادارې جوړې شي چې خلکو ته پر وخت او موثر خدمات وړاندې کړي.

د بلخ خلک په داسې مهال له طالبانو د يوه ټولشموله او عادلانه نظام جوړولو غوښتنه کوي چې طالبانو په نږدې ورځو کې د نوي حکومت او نظام د اعلانېدو خبر ورکړی دی.

Views: 5

Exit mobile version