ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د طالبانو د نوې سرپرستې کابینې ۱۴ غړي وپېژنئ

9 Sep 2021 - 16:14
9 Sep 2021 - 16:14

کابل (پژواک، ۱۸ وږی ۱۴۰۰): طالبانو د کابل له نیولو ۲۴ ورځې وروسته د حکومت چارو پر مخ وړلو لپاره سرپرسته کابینه اعلان کړه خو د کابینې تر نیمايي ډېر غړي د ملګرو ملتونو د بندیزونو په نوملړ کې شامل دي.

په دې کابینه کې ملا محمد حسن اخوند د رییس الوزراء په توګه او ملا عبدالغني برادر او ملا عبدالسلام حنفي يې مرستيالان ټاکل شوي. ۱۹ وزارتونو او درېیو ادارو لپاره د سرپرستانو ترڅنګ شپږ مرستیالان معرفي شوي دي.

دغه راز فصیح الدین د هېواد د لوی درستیز په توګه ګومارل شوی دی.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخواني دایمي استازي غلام محمد اسحاقزي پر خپلې ټویټرپاڼه لیکلي چې د طالبانو د ۳۳ کسیزې کابینې له ډلې د رییس الوزرا دوه مرستیالانو، کورنیو چارو وزارت سرپرست، دفاع وزارت سرپرست او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په ګډون ۱۷غړي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په لېست کې شامل دي.

۱- ملا محمد حسن اخوند ريیس الوزرا

ملا محمد حسن اخوند د کندهار اوسېدونکی دی، د طالبانو ډلې له بنسټ اېښودونکو ګڼل کېږي او د مشرتابه په شورا کې یې مهم ځای درلود. ویل کېږي چې هغه په تېرو شلو کلونو کې د طالبانو اوسني مشر ملا هبت الله اخندزاده ته نږدې کس یادیږي. هغه د طالبانو په مخکنۍ دور کې د بهرنیو چارو وزیر او د ملا محمد رباني چې یو وخت د طالبانو لومړی وزیر و، د مرستیالۍ دنده یې هم مخې ته وړې ده چې اوس د طالبانو په نوې سرپرستې کابینه کې د دولت د رییس الوزرا په توګه ټاکل شوی دی.

۲ملا عبدالغني برادر د رییس الوزار مرستیال

ملا عبدالغني برادر په ۱۹۶۸ کال کې د اروزګان په دهراوود ولسوالۍ کې زېږېدلی دی. د طالبانو ډلې له بنسټ اېښودنکو ګنل کېږي. د پاکستان په دیني مدرسو کې یې څه نا څه زده کړې کړې دي. هغه د طالبانو مخکنۍ دورې له سقوط وروسته د کوټې شورا رهبري پر غاړه لرله. هغه د پوپلزیو له قبیلې سر تړاو لري. کله چې د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې مجاهدین جنګېدل، ملا برادر هغه وخت د مولوي محمد یونس خالق په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند غړی و. ده په ۱۹۹۴ کال کې له درېیو نورو کسانو سره چې یو یې ملا محمد عمر و، د طالبانو ډله جوړه کړه.

د راپورونو له مخې، په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا متحده ایالتونو په مشرۍ یرغل کې د طالبانو د رژیم له نسکورېدو وروسته ملا برادر د افغانستان د موقتې ادارې مشر حامد کرزي ته د مذاکرې وړاندیز کړی و.

د طالبانو واک ته رسېدو پر مهال د دفاع وزارت مرستیال و، خو د دې ډلې له سقوط وروسته نوموړی د ملا محمد عمر مرستیال وټاکل شو، خو په ۲۰۱۰ کال کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې ونیول شو، تر ۲۰۱۸ کال پورې د پاکستان د پوځي استخباراتي ادارې په زندان کې و، بالاخره د امریکا په غوښتنه پاکستان هغه له زندانه خوشی کړ او په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر مشر وټاکل شو.

ملا برادر د ۲۰۲۰ کال فبرورۍ په ۲۹مه له متحده ایالتونو سره یوه هوکړه لاس لیک کړ چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته یې زمینه برابره کړه.

۳- مولوي عبدالسلام حنفي د رییس الوزار مرستیال

مولوي عبدالسلام حنفي د علي مردان زوى، په ١٣٤٨ کال کې د جوزجان د درزاب په ګردان کلي کې زېږېدلى دى. هغه په قوم ازبک دى، لومړنۍ ديني زده کړې يې په ياد ولايت او نورې لوړې ديني زده کړې يې د پاکستان په کراچۍ ښار کې کړې دي. هغه د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د فراه د معارف د رييس او بيا د پوهنې وزارت سرپرست پاتې شوى او د طالبانو له سقوط وروسته د جوزجان نظامي مسوول او بيا د طالبانو د رهبرۍ شورا غړى شو. حنفي په وروستیو کې د افغانستان د مخکني حکومت له پلاوي سره د خبرو لپاره د طالبانو له خوا د مرکچي پلاوي غړى و چې اوس د طالبانو په نوې سرپرسته کابینه کې د دولت د رییس الوزار مرستیال په توګه ګومارل شوی دی.

۴- ملا امیر خان متقي د بهرنیو چارو سرپرست وزیر

ملا امير خان متقي اصلاً د پکتيا د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکى دى. د ده کورنۍ هلمند ته ګډه شوې او هلته استوګنه اختیار کړې ده. متقي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د اطلاعاتو او کلتور او پوهنې د وزير په توګه دندې ترسره کړې دي. نوموړی په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر غړيتوب ترڅنګ د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخند د دفتر رييس هم و، خو په وروستیو د هغه د دفتر له رياسته ګوښه او د طالبانو له خوا له حکومت سره د خبرو لپاره د مرکچي پلاوي غړي په توګه یې دنده مخې ته وړه او د طالبانو په نوې سرپرسته کابینه کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په توګه ټاکل شوی دی.

د یادونې ده، متقي د طالبانو د واکمنۍ له ړنګېدو وروسته د دې ډلې د فرهنګي چارو کمېسیون د مشر په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

۵- ملا خیرالله خیرخوا د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر

ملا خیرالله خیرخواه د سید ولي خیرخواه زوی او څه باندې ٥۳ کلن دی، د کندهار ولايت اصلي اسېدونکى دى. هغه په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر غړى او په وروستیو کې له مخکني حکومتي پلاوي سره د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی و. خیرخواه د طالبانو واکمنۍ پر مهال نظامي قوماندان، د کورنيو چارو وزير او بيا تر ٢٠٠١ میلادي کال پورې د هرات والي و. هغه له ډیورنډ کرښې سره نږدې د ۲۰۰۲ زېږدیز کال د فبرورۍ په ۱۶مه د پاکستاني پوځيانو له خوا ونيول شو او بیا یې امریکایانو ته وسپاره، شاوخوا ١٢ کاله یې په ګوانتانامو په زندان کې تېر کړل، له خوشي کېدو وروسته قطر ته یووړل شو او اوس د طالبانو په نوې سرپرسته کابینه کې د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر په توګه ګومارل شوی دی.

۶- قاري دین محمد حنیف د اقتصاد سرپرست وزیر

قاري دين محمد حنيف د بدخشان ولايت په يفتل ولسوالۍ کې زېږېدلى دی، ديني زده کړې يې په پېښور کې کړې او د طالبانو د واکمنۍ مهال یې د لوړو زده کړو او پلان د وزير په توګه دندې ترسره کړې دي. ده هماغه مهال د شمال له ايتلاف سره په ترکمنستان کې مذاکرات هم کړي دي. هغه په عربي او دري ژبو روانې خبرې کوي او نوموړى د طالبانو لومړنى کس بلل کېږي چې د جاپان په يوه پوهنتون کې د علمي سيمينار پر مهال د رسنيو پر وړاندې راڅرګند شو او د طالبانو په استازولۍ يې خبرې وکړې. دی اوس د طالبانو په نوې سرپرسته کابینه کې د اقتصاد سرپرست وزیر په توګه ګومارل شوی دی.

۷. نورالله نوري د سرحداتو او قبايلو سرپرست وزیر

ملا نورالله نوري شاوخوا ٥۳ کلن او د زابل ولايت اصلي اوسېدونکى دى. نوري د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د بلخ او لغمان د والي او د شمال زون د نظامي مسوول په توګه دندې ترسره کړې دي. هغه د طالبانو د حکومت له ړنګېدو وروسته د ۲۰۰۱ زېږدیز کال په نومبر کې ځان د جنرال دوستم ملېشو ته تسلیم کړ او دوستم نوموړی امريکانو ته وسپاره او امریکانو بیا د ۲۰۰۲ کال د جنورۍ په ۱۱مه د ګوانتانامو زندان ته ولېږداوه. نوري شاوخوا ١۳ کاله په ګوانتانامو زندان کې تېر کړل. هغه په وروستیو کې د مخکني حکومت له پلاوي سره د خبرو لپاره د طالبانو مرکچي پلاوي غړی او اوس د طالبانو په نوې سرپرسته کابینه کې د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر په توګه ټاکل شوی دی.

۸. ملا عبداللطیف منصور د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر

ملا عبدالطيف منصور د يارمحمد زوى او د پکتيا د زرمت ولسوالۍ د هيبت خېلو کلي اصلي اوسېدونکى دى. شاوخوا ٥٥ کاله عمر لري. په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر د غړيتوب ترڅنګ د بین الافغاني خبرو لپاره د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی او د کويټې شورا غړی هم و. منصور مخکې د مولوي نصرالله منصور په مشرۍ د حرکت انقلاب اسلامي په ګوند پورې تړاو درلود. منصور د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د کرنې وزير و، ډېر عمر يې په پاکستان کې تېر کړى او له حقانيه مدرسې فارغ شوی دى. د پخواني جهادي مشر مولوي نصرالله منصور وراره دى چې اوس د طالبانو په نوې سرپرسته کابینه کې د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر په توګه ګومارل شوی دی.

۹- ملا عبدالمنان عمري د ټولګټو سرپرست وزیر

ملا عبدالمنان عمري د اروزګان اوسېدونکی او په قوم هوتک دى. نوموړی د طالبانو د لومړني مشر ملا محمد عمر مجاهد میرنی ورور دى. عمري د طالبانو د رهبرۍ شورا غړيتوب هم لري چې په وروستیو کې د مخکني حکومت له پلاوي سره د خبرو لپاره د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی و او د طالبانو په ډله کې د دعوت او ارشاد کمېسيون مشري یې هم کوله چې اوس د طالبانو په نوې سرپرسته کابینه کې د ټولګټو سرپرست وزیر په توګه ګومارل شوی دی.

۱۰سراج الدین حقاني د کورنیو چارو سرپرست وزیر

سراج الدین حقاني د طالبانو ډلې مرستیال او په نوې کابینه کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر ټاکل شوی دی. نوموړی د جلال الدین حقاني زوی او د حقاني شبکې مشر دی. د ده نوم د امریکا متحده ایالتونو په تور لېست کې شامل دی او امریکا د هغه د نیولو یا معلومولو پر لس میلیون ډالره انعام ټاکلی دی.

متحده ایالات تر اوسه د حقاني شبکه چې اوس د طالبانو یوه څانګه ده، د ترهګرې ډلې په توګه پېژني، خو طالبانو په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د امریکا دغه دريځ د دوحې له تړونه ښکاره سرغړونه بولي.

طالبانو لیکلي چې حقاني شبکه د “اسلامي امارت” برخه ده او هیڅ کوم جلا نوم او تشکیلات نه لري. همدارنګه د دوحې په تړون کې بې له کومې استثنا د طالبانو ټول مسوولین له امریکا سره د تعامل برخه وو او باید د ملګرو ملتونو او امریکا له تورو لېستونو ایستل شوی وای چې اوس هم دا غوښتنه پر خپل ځای ده.

د راپورونو له مخې، حقاني شبکې په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې تر ټولو زیات مرګوني ځانمرګي بریدونه کړي دي. پر دې سربېره دغه شبکه د طالبانو په هدفي بریدونو او د غرامت لپاره د بهرنیانو پر یرغمل کولو تورنه ده.

۱۱ملا محمد یعقوب مجاهد د دفاع وزارت سرپرست وزیر

ملا محمد یعقوب د طالبانو د پخواني مشر او بنسټ ایښودونکي ملا محمد عمر زوی دی چې په پاکستان کې یې د دیني علومو زده کړې کړې دي. هغه د طالبانو په کابینه کې د دفاع وزارت سرپرست ټاکل شوی. دی د طالبانو د رهبرۍ شورا غړی او په دې وروستیو کې د طالبانو د پوځي کمېسیون ريیس و. ملا محمد یعقوب په تېرو څو کلونو کې د هېواد په نیمایي ولایتونو کې د طالبانو د جنګي ډلو د سوق او ادارې رهبري کوله.

نوموړی په ۲۰۱۳ کې د پلار له مرګ وروسته شهرت وموند.

۱۲- عبدالحق وثیق د استخبارات عمومی سرپرست رییس

ملا عبدالحق وثيق د غزني ولايت د خوګياڼو ولسوالۍ اوسېدونکى دى. هغه څه باندې ۴۹ کلن دی او د پاکستان د کوېټي د ضیاالمدارس په نوم مدرسه کې يې زده کړې ترسره کړې دي. وثيق د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د استخباراتو د عمومي رياست مرستيال و. هغه امریکایانو له خوا د طالبانو نظام ړنګېدو پر مهال په ۲۰۰۱ زېږدیز کال کې د غزني ولايت د مقر په ولسوالۍ کې ونیول شو او ګوانتانامو زندان ته یې ولېږداوه. وثیق په ګوانتانامو کې له شاوخوا ۱۲ کاله زندان تېرولو وروسته په خوست ولايت کې د يوه امريکايي سرتېري د خوشي کېدو په بدل کې خوشی او قطر ته ولېږدول شو. وثیق له امريکايانو سره د طالبانو په ١١ مياشتنيو ټولو ناستو کې د تړون تر مهاله حضور درلود او په وروستیو کې د مخکني حکومت له پلاوي سره د خبرو لپاره د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی و، خو اوس تازه د طالبانو په نوې سرپرسته کابینه کې د استخباراتو عمومي سرپرست په توګه ګومارل شوی دی.

۱۳- ملا محمد فاضل اخند د دفاع وزارت مرستيال

ملا محمد فاضل اخند د اروزګان ولايت اصلي اوسېدونکى دی او ٥۳ کاله عمر لري. د پاکستان په مدرسو کې يې زده کړې ترسره کړې دي، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د دفاع وزارت مرستیال، لوی درستیز او نظامي قوماندان پاتې شوى دی. فاضل د طالبانو له ماتې وروسته د ۲۰۰۱ زېږدیز کال په نومبر کې ځان د جنرال دوستم ملېشو ته تسلیم کړ او دوستم هغه امريکایانو ته وسپاره، امریکانو د ۲۰۰۲ کال د جنورۍ په ۱۱مه د ګوانتانامو زندان ته ولېږداوه او شاوخوا ١۳ کاله يې په ګوانتانامو زندان کې تېر کړل. فاضل په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر غړى و او په وروستیو کې د مخکني حکومت له پلاوي سره د طالبانو مرکچي پلاوي غړى هم و، خو اوس مهال د طالبانو په نوې سرپرسته کابینه کې د دفاع وزارت مرستیال په توګه ګومارل شوی دی.

۱۴- شېرمحمد عباس ستانکزی د بهرنيو چارو وزارت مرستيال

شېرمحمد عباس ستانکزى د پاچا خان زوی او په ۱۹۶۳ میلادي کال کې د لوګر ولايت د بره کي برک ولسوالۍ په عباس کلا کې زېږېدلی دی. ستانکزي په هند کې لوړې نظامي زده کړې کړې او پخوا یو نظامي افسر تېر شوى دی. نوموړی په قطر کې د طالبانو د دفتر د مشر طيب اغا له استعفا وروسته د یاد دفتر چارې د سرپرست په توګه ترسره کولې او په وروستیو کلونو کې په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر د غړيتوب ترڅنګ يې ډېری وخت د ملا عبدالغني برادر د نه شتون په صورت کې د ياد دفتر مشري هم کوله.

هغه په وروستیو کې د طالبانو د مرکچي پلاوي مرستيال ټاکل شوى و. ستانکزى په انګليسي، اردو، پښتو او دري ژبو روانې خبرې کوي. نوموړی د جهاد پر مهال د مولوي محمد نبي ګوند غړی و او اوس یې کورنۍ د عربي متحده اماراتو په دوبۍ ښار کې اوسېږي. دغه راز ستانکزي د طالبانو په واکمنۍ کې د بهرنیو چارو او د عامې روغتیا وزارتونو د مرستیال په توګه هم دندې ترسره کړې دي او اوسمهال د طالبانو په نوې سرپرسته کابینه کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په توګه ګومارل شوی دی.

پاتې غړي

د طالبانو سرپرستې کابینې د لاندنیو پاتې غړو په اړه مو څو ځلې د طالبانو له ویاندویانو سره هم اړیکې ټینګې کړې، څو د هغوی ژوندلیکونه هم ترلاسه کړو خو بریالي نه شوو.

۱- ملا هدایت الله بدري د مالیې سرپرست وزیر

۲- شیخ مولوي نورالله منیر د پوهنې سرپرست وزیر

۳- مولوي نورمحمد ثاقب د حج او اوقافو سرپرست وزیر

۴- مولوي عبدالحکیم شرعي د عدلیې سرپرست وزیر

۵- یونس اخندزاده د کليو د پراختيا او بیارغونې سرپرست وزیر

۶- شیخ محمد خالد د دعوت او ارشاد او امر بالمعروف او نهی عن المنکر سرپرست وزير

۷- ملا محمد عیسی اخند د کانونو او پټروليم سرپرست وزیر

۸- حمیدالله اخندزاده د ملکي هوايي چلند سرپرست وزیر

۹- عبدالباقي حقاني د لوړو زده کړو سرپرست وزیر

۱۰- نجیب الله حقاني د مخابراتو سرپرست وزیر

۱۱- خلیل الرحمن حقاني د کډوالو سرپرست وزیر

۱۲- حاجي محمد ادریس د افغانستان بانک سرپرست ريیس

۱۳- مولوي احمد جان احمدي د چارو ادارې سرپرست

۱۴- فصیح الدین، لوی درستیز

۱۵- مولوي نور جلال د کورنيو چارو وزارت مرستيال

۱۶- ذبیح الله مجاهد د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستيال

۱۷- ملا تاج میر جواد د استخباراتو مرستيال

۱۸- ملا رحمت الله نجیب د استخباراتو اداري مرستيال

د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح مجاهد وړمه ورځ په کابل کې د کابینې اعلان غونډې ته وویل چې دغه کابینه به سرپرسته وي، د کابینې پاتې غړي په غور او مسلکيتوب ته په کتو ګوماري.

خو ځینو افغان سیاستوالو د کابینې پر ټولشمولوالي باندې نیوکې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې د طالبانو د کابینې په نوملړ کې یوازې د طالبانو غړي او یا هم د هغوی نږدې همکاران لیدل کېږي او مېرمنې په کې نشته.

په اعلامیه کې راغلي: “موږ د یو شمېر کسانو د اړیکو او سابقې په اړه اندېښنه لرو.”

Views: 3738

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version