کابل (پژواک، ۱۸ وږی ۱۴۰۰): نن د وږي اتلسمه د احمدشاه مسعود د مړینې کالیزه او د شهید اونۍ ده چې هر کال به نمانځل کېده، خو سږ کال د طالبانو له خوا د نظام د سقوط له امله ونه نمانځل شوه.
احمدشاه مسعود د جهاد دورې مشهور قوماندان د ۱۳۸۰ کال د وږي په اتلسمه چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له ۹مې سره برابره ده، د تخار ولایت په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د دوو عربو خبریالانو په ځانمرګي برید کې د ۴۸ کاله عمر په درلودو سره ووژل شو او دا په هېواد کې لومړی ځانمرګی برید و.
د مسعود تر وژل کېدو وروسته د وږي اتلسمه د شهید اونۍ په نوم ونومول شوه او هر کال د هېواد په مرکز او ولایتونو کې نمانځل کېده. د مسعود ځینې پلویان په دې ورځ د موټریزو کاروانونو په بڼه کابل او ځينو نورو ښارونو کې تګ راتګ کاوه او ان ځینو یې هوايي ډزې کولې.
خو سږ کال د طالبانو له خوا د سیاسي نظام د بدلون له امله دغه ورځ ونه نمانځل شوه.
د مسعود پلویان: طالبانو زموږ مخه ونیوله چې دا ورځ ونه نمانځو
د یادونې وړ ده چې نن او پرون طالبانو د کابل ښار په بېلا بېلو سیمو له دې ډلې خیرخانې او مسعود څلورلارې کې جدي امنیتي تدابیر نیولي دي.
د خیرخانې د ۳۱۵ سیمې اوسېدونکي شریف رحیمي وویل: ((تاسو په خپلو سترګو وینئ چې طالبانو بیرغونه لرې کړل او تاسو وینئ چې په هره کوڅه او پس کوڅه کې تلاشي کوي او زموږ د تګ راتګ مخه نیسي.))
هغه زیاته کړه: ((ان هغه کسان یې درول چې د غاړې دستمالونه یې لرل او دستمالونه یې ترې ټولول، له ځان سره یې وړل.))
نوموړي د طالبانو له مسوولینو وغوښتل چې د دغه ډول ورځو د نمانځنې مخه ونه نیسي.
په ورته وخت کې د کابل ښار د کارته پروان سیمې اوسېدونکي مسعود وویل: ((زموږ اولادونو هڅه کوله چې د مسعود قبر ته لاړ شي او د عامې روغتیا څلورلارې کې د مسعود پر مناره ګلان کېږدي، خو له بده مرغه طالبانو سخت امنیتي تدابیر نیولي، اولاونو ته مو وویل چې مه ځئ.))
د طالبانو مسوول: د چوکاټ په داخل کې هېڅ ممانعت نشته
د ملي امنیت د ځانګړې لسمې قطعې د ریاست مسوول مولوي کرامت الله عمر چې د مسعود په څلورلارې کې يې حضور درلود، پژواک ته وویل، د امنیتي تدابیرو موخه دا ده چې کابل ښاریانو ته د امن فضا برابره شي.
نوموړي زیاته کړه: ((موږ ځان ته زحمت ورکوو او هڅه کوو چې خلک په امن فضا او له ډار پرته ژوند وکړي.))
نوموړي د دې په ځواب کې چې ایا د احمدشاه مسعود پلویان د نوموړي د مړینې ورځ نمانځلی شي؟ وویل، د چوکاټ په داخل کې هېڅ ممانعت نشته، خو هېچا ته د خلکو د ازار او ځورونې اجازه نه ورکول کېږي.
ځينو پخوانیو مسوولینو د خبرپاڼو په خپرولو سره د دې ورځې په پار د مسعود کورنۍ او پلویانو ته تسلیت ویلی دی.
د مخکيني حکومت د مصالحې عالي شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د خبرپاڼې له لارې د احمدشاه مسعود د مړینې د شلمې کالیزې په پار خلکو او د نوموړي کورنۍ ته تسلیت ویلی دی.
هغه زیاته کړې: ((د احمدشاه مسعود د مړینې ورځ او د شهید اونۍ د شوري اتحاد د یرغل پر وړاندې د ملت د قربانیو او اسلامي او ملي ارزښتونو څخه د دفاع او د جهاد او مقاومت، فداکارۍ او د ویاړ ډکې دورې یادونه کوي.))
نوموړي احمدشاه مسعود او ملګري یې د ازداۍ د لارې مبارزین بللي او ویلي یې دي چې د ډېرو ستونزو په ګاللو سره یې د ژوند تر وروستۍ سلګۍ د هېواد د ازادۍ او دفاع په پار مبارزه او ملکي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا، اسلامي او ملي ارزښتونو ته یې درناوی وکړ.
دغه راز د افغانستان د اسلامي جمعیت ګوند رییس او د بهرنیو چارو پخواني وزیر صلاح الدین رباني هم پر خپله login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن