ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کاپیسا کې ځینو جهادي قوماندانانو له طالبانو ملاتړ اعلان کړ

14 Sep 2021 - 19:00
14 Sep 2021 - 19:00

چاریکار (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۰): په کاپیسا کې د «زرغون بهیر» د پخواني مسوول په ګډون د دغه ولایت د کوهبند ولسوالۍ ځينو جهادي قوماندانانو له طالبانو ملاتړ اعلان کړ.

یادو قوماندانانو چې په سر کې یې د زرغون بهیر پخوانی مسوول قاضي احمدي دی، د کاپیسا ولایت د سیمه ییزو مسوولینو په ګډون جوړو شوو مراسمو کې له طالبانو ملاتړ اعلان کړ.

دوی روښانه کړه چې د اسلامي نظام رامنځته کېدل یې پخوانۍ هیله وه چې اوس پوره شوه.

په کاپیسا کې د زرغون بهیر پخواني مسوول قاضي احمدي وویل: ((موږ له مخکې تیاری درلود چې له اسلامي امارت سره یو ځای شو او خپله همکاري ورسره اعلان کړو، دغه فرصت زموږ په برخه شو.))

د کوهبند ولسوالۍ اوسېدونکي او دیني عالم مولوي عبدالاحد روحاني د نوي نظام د جوړېدو د هرکلي ترڅنګ، د اسلامي شریعت او عمري عدالت پر تطبیق ټینګار وکړ.

د کاپیسا د استیناف محکمې رییس مولوي ذبیح الله خالد د کوهبند ولسوالۍ د درنامې سیمې د خلکو هرکلی وکړ او زیاته یې کړه، څوک چې له دوی سره یو ځای کېږي ځان او مال یې خوندی دی او عمومي بښنه ورته کېږي.

دغه راز د نظامي کمېسیون غړي مولوي الیاس خلیل وویل، د طالبانو پر وړاندې په دې اړه ټولې جوړې شوې دسیسې چې خلک وهي او ځوروي بې اساسه دي او مجاهدین له دغه کاره پاک دي.

&nbsp . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version