Pajhwok Afghan News

د افغانستان خبریالانو مرکز: له خبریالانو سره تاوتریخوالی او هغوی ته ګواښونه دې جدي ونیول شي

کابل (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۰): د افغانستان خبریالانو مرکز د سلام وطندار راډیو پر خبریال محمد علي برید وغانده او له مسوولینویې غوښتي چې  یادې پېښې ته د رسېدنې په موخه دې د خبریالانو خوندیتوب په برخه پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

د یاد مرکز په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا پېښه  په افغانستان کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي، هغوی ته د ګواښ او وېرولو یوه بله نښه ده چې د رسنیزې ټولنې د ژورې اندېښنې لامل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي: «سلام وطندار راډیو په بیانیه کې ویلي چې محمد علي احمدي د شنبې په ماښام (د وږي ۲۷مه) په کابل کې خپل  کور ته پر لاره و چې نښه شوی او د پښې په برخه کې سخت ټپي شوی، اوسمهال په روغتون کې تر ځانګړې درملنې لاندې دی.»

د خبریالانو مرکز د احمدي له قوله لیکلي: «په موټر کې د هېواد د حالاتو په تړاو بحث رامنځته شو، هغه ټول چې په موټر کې وو، د هېواد د ناسم سیاسي وضعیت او ګډوډیو او بدو پایلو په اړه غږېدل، ترڅنګ مو یو مشر سړی ناست و، له هغه یې پوښتنه وکړه چې چېرته کار کوي، کله چې پوه شو د سلام وطندار کارمند دی، هغه ته په خطاب کې یې وویل چې سلام وطندار راډیو یو امریکايي راډیو ده او له موټره له کښته کېدو سره سم یې خپله وسله را و ایسته او څو ډزه یې پرې وکړل او مرمۍ یې پر پښه ولګېدې.»

د افغانستان د خبریالانو مرکز پر یادې پېښې د ژورې اندېښنې په ښودلو سره د طالبانو له مسوولینو غواړي څو یادې قضیې ته په رسېدنې سره د خبریالانو پر وړاندې ډېرېدونکی تاوتریخوالی او ګواښ جدي ونیسي او د هغوی د خوندیتوب په اړه خپلې ژمنې عملي کړي.

د دې پېښې راپور په داسې حال کې ورکول کېږي چې یوه میاشت مخکې ګڼ شمېر خبریالان په کابل، مزار شریف او هرات ولایتونو کې د طالبانو له خوا وهل شوي او ان شکنجه شوي دي.

Views: 26

Exit mobile version