Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
{{#message}}{{{message}}}{{/message}}{{^message}}Your submission failed. The server responded with {{status_text}} (code {{status_code}}). Please contact the developer of this form processor to improve this message. Learn More{{/message}}
{{#message}}{{{message}}}{{/message}}{{^message}}It appears your submission was successful. Even though the server responded OK, it is possible the submission was not processed. Please contact the developer of this form processor to improve this message. Learn More{{/message}}
Submitting…
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
په کابل کې د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو ټولنې او د لوړو زدهکړو یوې خصوصي موسسې ترمنځ هوکړهلیک لاسلیک شو چې له مخې به یې خبریالانو ته د غاښونو درملنې او لابراتواري معایناتو برخو کې له ۷۰ـ۸۰ سلنه پورې تخفیف ورکوي.
د اروزګان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس د خپلواکو ژورنالیستانو ټولنې او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له استازو سره په لیدنه کې ویلي، هیڅوک حق نه لري چې دغه ولایت کې د خبریالانو حقونه تر پښو لاندې کړي.
د اروزګان امنیې قوماندانۍ له رسنیو سره د معلوماتو د پر وخت شریکولو د ټینګار ترڅنګ امنیتي کسانو ته سپارښتنه کړې چې له خبریالانو سره د کار پر مهال همکاري وکړي.
د هلمند د خبریالانو اتحادیې استازو او ځینو خبریالانو د هلمند له والي سره په لیدنه کې خپلې ستونزې شریکې کړې او هغه د حل ډاډ ورکړی دی.
ځینې سرچینې وایي، خوست کې څلور خبریالان نیول شوي، خو د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وایي، دغه کسان د ځینو مسایلو په اړه د امر بالمعروف ریاست ته دعوت شوي او ژر به خپلو کورونو ته ستانه شي.
د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې د مې میاشتې درېيمه (د رسنیو د ازادۍ نړۍواله ورځ) د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه.
ملګري ملتونه وایي چې په تېره یوه لسیزه کې د نړۍ په کچه نږدې زر خبریالانو د حقایقو موندلو په لټه خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۶ میلیون افغانیو په لګښت د خبریالانو په نوم څلورلارې جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې مشر وایي، د یونسکو مرکزي دفتر سلاکار د خبریالانو بد اقتصادي وضعیت ته د پام پر جلبولو او له هغوی پر ملاتړ ټینګار کړی او ژمنه یې کړې چې د افغانستان د رسنیو او خبریالانو اقتصادي ملاتړ لپاره به عدالتغوښتنه کوي.
د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې د خبریالانو په نوم څلورلارې جوړېدو چارې له نږدې درې کلن ځنډ وروسته بیا پیل شوې.
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د خبريالانو څلورلارې جوړولو چارې يو ځل بيا پيل شوې.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن