Pajhwok Afghan News

د اروزګان امنیه قوماندان: له خبریالانو سره دې د کار پر مهال همکاري وشي

ترینکوټ (پژواک، ۱۲ لېندۍ ۱۴۰۲): د اروزګان امنیې قوماندانۍ له رسنیو سره د معلوماتو د پر وخت شریکولو د ټینګار ترڅنګ امنیتي کسانو ته سپارښتنه کړې چې له خبریالانو سره د کار پر مهال همکاري وکړي.

د اروزګان امنیه قوماندان مولوي محمدرفیق خادم دغه څرګندونې نن له خبریالانو سره د همغږۍ غونډه کې کړې دي.

هغه زیاته کړې چې په اروزګان کې د رسنیو او خبریالانو له فعالیتونو خوښ دی او د معلوماتو په شریکولو کې به ورسره همکاري کوي.

خادم دغه راز ویلي، رسنۍ او خبریالان د نظام د پرمختګ، د ولسونو د غږ پورته کولو او په ټولنه کې د مثبت بدلون راوستو برخو کې ستر مسوولیت لري.

نوموړي له خبریالانو وغوښتل چې په هېواد کې د شته ډاډمن امنیتي حالت او پلې کېدونکو سترو پروژو په څېر د نورو مهمو لاسته‌راوړنو په اړه راپورونه تر نړۍوالو ورسوي.

دغه راز هغه امنیتي کسانو ته سپارښتنه کړې چې له خبریالانو سره په کاري چاپېریال کې همکاري وکړي.

بلخوا د اروزګان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس قاري اغاولي قریشي هم په دې غونډه کې ویلي چې په دغه ولایت کې بېلابېلې رسنۍ فعالې دي او دولتي ادارو ورسره هر وخت همکاري کړې ده.

هغه زیاته کړې چې له رسنیو سره د اطلاعاتو شریکولو برخه کې هیڅ ستونزه نشته؛ ځکه رسنۍ او خبریالان د یوه هېواد د ژبې حیثت لري.

اروزګان کې د تړون راډیو مسوول احمدشاه جواد ویلي چې د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې په دغه ولایت کې د خبریالانو پر وړاندې هیڅ ډول ستونزه نه ده رامنځته شوې.

هغه له امنیې قوماندانۍ غوښتي چې د اقتصادي ستونزو د حل برخه کې دې د رسنیو ملاتړ وکړي.

جواد زیاته کړې، امنیه قومانداني دې هغه اعلانونه چې د نشه‌یې توکو د کرکیلي او قاچاق مخنیوي برخو کې د عامه پوهاوي په موخه خپروي، ټولو رسنیو ته ورکړي؛ ځکه په دې سره د عامه پوهاوي ساحه پراخېږي او ترڅنګ یې د رسنیو مالي ملاتړ هم کېږي.

د یادونې ده، په اروزګان کې یو دولتي او یو خصوصي ټلوېزیون او پنځه خصوصي راډیوګانې فعالیت لري.

Views: 23

Exit mobile version