ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې هغه اپارتمانونه چې مالکان یې بهر دي، تر خونديتوب لاندې راځي

28 Sep 2021 - 18:05
28 Sep 2021 - 18:05

کابل (پژواک، ٦ تله ١٤٠٠): کابل ښاروالي غصب شوې ځکمې او اپارتمانونه مشخصوي او هغه اپارتمانونه چې مالکان یې له هېواده بهر دي، په «امتیازي کرایه» ورکوي، پیسې یې له حاضرېدو وروسته مالکانو ته سپاري.

د کابل ښار درېیم مکروریان زون ریاست په استعلام کې چې د اړوند زون وکیلانو په نوم لېږل شوی او کاپي یې پژواک ترلاسه کړې، راغلي چې د تلې په درېیمه د کابل ښار نهمې ناحیې رییس په یوه ناسته کې د کابل ښاروال لارښوونې دوی ته ورسولې.

په استعلام کې چې په پای کې د درېیم مکروریانو زون رییس ډاکتر فواد فرملي له خوا لاسلیک او ټاپه شوی لاندې لارښوونې راغلې دي:

– «هغه اپارتمانونه چې مالکان یې اوس مهال افغانستان کې نشته، لېست یې په دوو ورځو کې د ناحیې ریاست ته وسپارئ، اپارتمانونه د اسلامي امارت تر خوندیتوب لاندې راځي او په امتیازي کرایه ورکول کېږي، د اپارتمان د مالک لپاره بانکي اکونټ خلاصېږي، هر وخت چې حاضر شو د اپارتمانونو خوندیتوب یې رفعه کېږي او د کرایې پیسې یې حساب ته انتقالېږي.»

  • «د هغه اپارتمانونو د معلوماتو لېست او توکي چې قفل دي راولېږئ.»
  • «هغه اپارتمانونه چې د طالبانو له خوا غصب شوي دې په لېست کې شامل شي.»

– «د غصب شوو دولتي ځمکو لېست را ولېږئ.»

سرچینې لیکلي چې یاد موارد له وکیلانو سره شریک شول او د حقونو د کتمان به صورت کې راتلونکي مسوولیتونه د اړوند بلاک د وکیل پر غاړه دي.

نصیب الله اخندزاده د کابل د نهمې ناحیې رییس د یاد استعلام په اړه پژواک ته وویل چې په دې اړه څو ورځې مخکې د کابل ښاروال د ناحیو له رییسانو سره غږېدلی او هغوی ته یې لارښونه کړې چې دغه موضوع له اړوندو وکیلانو سره شریکه کړي.

هغه زیاته کړه چې نهمې ناحیې دغه موضوع د مکرویانو د وکیلانو په ګډون د ناحیې ټولو وکیلانو ته رسولې څو د خپلو کړنو راپور له یادې ناحیې سره شریک کړي او ناحیه یې د ښاروالۍ مقام ته واستوي.

دغه موضوع د کابل له ښارولۍ سره هم شریکه شوه؛ خو تراوسه یې ځواب نه دی ویلی.

Views: 59

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version