ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په امریکا کې د “کام ایر” یوې الوتکې ته د کېناستو اجازه نه ده ورکړل شوې

29 Sep 2021 - 18:16
29 Sep 2021 - 18:16

کابل (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۰): ځینو رسنیو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو اړوندو چارواکو له قوله لیکلي چې د امریکا کورني امنیت وزارت د “کام ایر” هوايي شرکت الوتکې ته د امریکا په یوه هوايي ډګر کې د کېناستو اجازه نه ده ورکړې.

کام ایر یو افغاني خصوصي هوایي شرکت دی.

بِي بي سي فارسي او العربیه خبري شبکې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو اړوندو چارواکو په حواله لیکلي چې د امریکا د کورني امنیت اړوند د سرحدونو ساتلو او ګمرک اداره د دغه هېواد یوه هوايي ډګر ته د کام ایر هوايي شرکت د یوې الوتکې د داخلېدو مخنیوی کړی.

سرچینې د جزییاتو له ورکولو پرتله ویلي چې په یاده الوتکه کې له سلو ډېر د امریکايي تابیعت لرونکي کسان وو.

پژواک دغه موضوع د کام ایر هويي شرکت له چارواکو سره شریکه کړې خو تر اوسه یې ځواب نه دی ورکړی.

Views: 30

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version