ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښاریان: د برېښنايي پېژندپاڼو وېش دې ژر پیل شي

10 Oct 2021 - 18:23
10 Oct 2021 - 18:23

کابل (پژواک، ۱۸تله ۱۴۰۰): په کابل کې د برېښنايي پېژندپاڼو یو شمېر تقاضا کوونکو د دغه پېژندپاڼو د وېش بهیر د پیل غوښتنه وکړه او ویې ویل، که څه هم حکومت هم مهاله د پاسپورټ او پېژندپاڼو د وېش بهیر د پیل اعلان وکړ، خو د پېژندپاڼو د وېش بهیر تر اوسه نه دی پیل شوی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د وزیرانو شورا کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه وکړه چې د پاسپورټ او پېژندپاڼو د وېش بهیر دې له سره پیل کړي، پاسپورټ ریاست د تلې په ۱۳ مه خپلې چارې پیل کړې.

خو مرکزي احصایې ادارې تر اوسه د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش بهیر د پیلېدو په اړه څه نه دي ویلي.

له یاد اعلان وروسته هره ورځ سلګونه تقاضاکوونکي د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش مرکزونو ته مراجعه کوي، ځينې یې د دغه بهیر له بندېدو شکایت کوي او غواړي چې بېرته دې پیل شوي.

د کابل د قلعه زمان خان سیمې اوسېدونکې لیدا جمیلي وايي، دوې میاشتې مخکې یې د تذکرو فروم ډک کړی، خو د سیاسي نظام د تغیر او یاد بهیر د بندېدو له امله یې تر اوسه پېژندپاڼه نه ده اخیستې.

هغې چې د تذکرو د وېش بهیر په اړه یې د حکومت له اعلان هرکلی وکړ وویل: ((له هغې وروځې وروسته کې اعلان یې وکړې تذکرې او پاسپورټ اجرا کېږي ډېره خوشاله شوم، داسې ورځ نشته چې دلته نه راځم خو اوس د پېژندپاڼو د وېش چارې نه دي پیل شوې.))

نوموړې حکومتي مامورین په خپلو چارو کې په کم کارۍ او ناغېړۍ تورن کړل او وویل: ((له حکومتي مامورینو مو غوښتنه داده چې د مهربانۍ له مخې دې خلک ډېر نه ځوروي، د مخکني حکومت په څېر کاغذپرانۍ او فساد مه کوئ، خلک نور د فساد زغم نه لري.))

په ورته مهال د کمپلکس سرای شمالي په نوم برېښنايي پېژندپاڼو د نوم لیکنې مرکز ته د قنداغا عزیزي په نوم راغلي کس پژواک ته وویل، شاوخوا څلور میاشتې مخکې یې نوم لیکنه کړې، خو د سیاسي نظام د تغیر او دغه بهیر د بندېدو له امله یې تر اوسه پېژندپاڼه نه ده اخیسې.

نوموړی له مسوولینو غواړي چې ژر تر ژره دغه بهیر پیل کړي، ځکه ډېری شمېر هېوادوال د پېژندپاڼو د اخیستو لېوالتیا لري.

دغه راز د حامد کیهان په نوم بل کس د دې په روښانولو چې ټاکل شوې وه چې د روان کال د وږي په شپږمه یې بایومتریک وشي وویل، د نظام په بدلېدو سره یې کارونه ځنډېدلي، اونۍ کې دوه ځله مراجعه کوي، خو مرکز ته د داخلېدو اجازه نه ورکول کېږي.

هغه زیاته کړه: ((د کابل له سقوط راهیسې شپږ ځله دغه مرکز ته راغلی یم، خو هر ځل مسوولین وايي چې راتلونکې اونۍ راشئ، یوه اونۍ وروسته بیا هم اجازه نه راکوي او وايي چې راتلونکې اونۍ راشئ، نه پوهېږم رسمیات څه وخت پیلېږي.))

سرای شمالي کې د مرکزي احصایې یوه کارکوونکي د نوم نه خپرېدو په شرط پژواک ته وویل: ((سیستمونه غیرفعال دي او ډېری کمپیوټر چور شوي دي، له همدې امله خدمات نه وړاندې کېږي، خو د سیستم د بیا فعالېدو لپاره هڅې روانې دي.))

د کمپلکس سرای شمالي د برېښنايي پېژندپاڼو د نوم لیکنې مرکز یوه لوړ رتبه کارکوونکي د دې ادارې مخې ته راغلو مراجعینو ته وویل، د کمپیوټرونو او نورو وسایلو د چور له امله سیستم غیرفعال دی.

هغه وايي، یو شمېر چاپ شوې پېژندپاڼې هم لادرکه دي، اړوند ټېم په دې اړه څېړنې پیل کړې دي.

نوموړي وویل، اوس مهال خدمات نه وړاندې کېږي، خو تخنیکي ټېم د ستونزې د حل په لټه کې دی او هڅه کوي چې ډېر ژر سیستم د خدماتو وړاندې کولو لپاره فعال کړي.

دغه مسوول له مراجعینو وغوښتل چې مرکز ته رانشي، بلکې د رسنیو له لارې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش بیهر د پیل خبر ته په تمه شي.

د یادونې وړ ده چې نن د تلې په ۱۸ مه کابینې اعلان وکړ، پرېکړه شوې چې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش بهیر د تېر په څېر پیل شي.

Views: 12

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version