ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې له ۹۸۰ کورنیو سره مرسته وشوه

29 Oct 2021 - 15:44
29 Oct 2021 - 15:44

لښکرګاه (پژواک، ۷ لړم ۱۴۰۰): د هلمند د کډوالو چارو ریاست په لارښوونه د دغه ولایت په مارجې ولسوالۍ کې له ۹۸۰ مستحقو کورنیو سره مرسته وشوه.

د دغې مرستې د وېش پر مهال د هلمند د کډوالو چارو سرپرست رئیس مولوي انقیادي په وینا چې یاده مرسته د«IOM» دفتر په مالي لګښت له ۹۸۰ کورنیو سره ترسره شوه.

ده وویل چې یاد کسان د جګړې له امله له خپلو سیمو څخه بې ځایه شوي و او اوس بېرته خپل سیمو ته راګرځېدلي دي

د ده په وینا، له یادو کورنیو سره د یو عدد داسې کرنیز کېټ مرسته وشوه چې ګڼ شمېر کرنیز توکي په کې ځای پر ځای شوي دي.

بل خوا بیا د محمد نسیم او ولي جان په نومونو مرسته اخیستونکو د یادو مرستو په اړه خوښي څرګنده او دې ته ورته د نورو مرستو پر دوام یې ټینګار وکړ.

ولی جان پژواک ته وویل:« له دغو مرستو څخه موږ ډېر خوشحاله یو خو زموږ غوښتنه داده چې هلمند ولایت کې د تېر حکومت پر مهال زیاتي جګړې تېرې شوي، موږ تر لس ځله له خپلو سیمو څخه بېځایه شوي یو او ټوله شمتني مو له منځه تللې ده.»

دا لومړی ځل نه دی چې د دغه ولایت د مارجې ولسوالۍ له اوسېدونکو سره مرسته کیږي څه موده وړاندې هم د دغې ولسوالۍ له شاوخوا ۶۵۰ کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته شوې وه.

&nbsp . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version