ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان لوبډله نن د کرکټ دويمه لوبه له پاکستان سره ترسره کوي

29 Oct 2021 - 13:10
29 Oct 2021 - 13:10

کابل (پژواک، ۷  لړم ۱۴۰۰):  ټاکل شوې چې نن افغان لوبډله د کرکټ د نړيوال شل اووريز جام په درشل کې خپله دويمه لوبه له پاکستان سره ترسره کړي.

د کرکټ نړيوال جام شل اووريزې سيالۍ د اکتوبر په ۱۷مه په عربي اماراتو کې د ١٢ غوره لوبډلو ترمنځ پيل شوې دي.

افغان لوبډلې تر دې دمه يوه تمريناتي او يوه رسمي لوبه ترسره کړې چې دواړه يې ګټلې دي.

افغان لوبډلې خپله لومړۍ رسمي لوبه د روان کال د اکتوبر په ۲۴ مه له سکاټلينډ سره ترسره کړې وه چې يادې لوبډلې ته يې د ۱۳۰ منډو په توپير سره ماتې ورکړه.

ټاکل شوې نن د اکتوبر په ۲۹مه افغان لوبډله د نړيوال شل اووريز جام په درشل کې خپله دويمه لوبه له پاکستان سره ترسره کړي.

پاکستان په روان نړيوال شل اووريز جام کې تر دې دمه دوه رسمي سيالۍ ترسره کړي چې دواړه يې ګټلې دي.

دغه راز د افغانستان کرکټ بورډ هم د پاکستان پر وړاندې د افغان لوبډلې د چمتووالي خبر ورکوي او د بريا تمه يې ښودلې ده.

په ورته مهال د کرکټ يو شمېر نړيوالو او پاکستاني مبصرينو هم په رسنيو کې افغان لوبډله خطرناکه لوبډله ياده کړې او د بريا اټکل يې کړى دى.

&nbsp . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version