ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د سوالګرو د تثبت او له هغوی سره د مرستې لپاره طرحه جوړیږي

17 Nov 2021 - 10:20
17 Nov 2021 - 10:20

کابل (پژواک، ۲۶ لړم ۱۴۰۰): کابینې په کابل ښار کې د خیرخواه مارکېټ د بیا ودانولو طرحه تصویب کړې او د افغاني سرې میاشتې ټولنې ته یې دنده سپارلې چې په دغه ښار کې د سوالګرو شمېر معلوم او د مرستې لپاره طرحه ورته جوړه کړي.

د چارو اداره وایي، د کابینې په دې غونډه کې چې تېره ورځ د ريیس الوزرا مولوی محمد حسن اخند په مشرۍ جوړه شوې وه، پرېکړه شوې چې د نوي کابل د جوړېدو نقشه دې و ارزول شي، د سون لرګیو د بدیل په اړه دې څېړنه وشي او ملي سوداګرو او صنعتکارانو ته دې د اړتیا وړ ځمکو د وېش په اړه ګامونه واخلي.

د خیرخواه مارکېټ د بیا ودانولو طرحه

د چارو ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې د کابینې په غونډه کې د کابل ښار د نادر پښتون جادې د خیرخواه مارکېټ د بیا ودانولو طرحه او موډل تصویب کړ.

سرچینه لیکي چې کابینې د چارو ادارې د لوی ریاست د پانګونې د اسانتیا واحد ته دنده و سپارله چې د یاد مارکېټ د بیا جوړولو د قرارداد د لاسلیک او د کار د پیل په ګډون پاتې پړاوونه د اړوندو ارګانونو په همکارۍ بشپړ کړي.

دغه مارکېټ د ۱۳۹۷ کال د لړم میاشتې په اوومه اور واخیست چې تر اته سوه ډېر د الکترونیکي وسایلو هټۍ په کې وسوځېدې او سوادګرو ته یې میلیونونه ډالره زیان واوښت.

له دې پېښې وروسته هټۍ والو څو ځلې لاریونونه وکړل او له حکومته یې د خسارې غوښتنه کوله او حکومت هم څو ځلې د دغه مارکېټ د بیا ودانولو ژمنه وکړه خو تر اوسه دا کار نه دی شوی.

په کابل ښار کې د سوالګرو تثبیت

د چارو اداره لیکي چې د کابینې په غونډه کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې ته دنده سپارل شوې چې د کابل د امنیې قوماندانۍ او نورو اړوندو ارګانونو په مرسته په کابل ښار کې سوالګر تثبیت او د هغوی لپاره د اړتیاوو (ځای، خوراک، پوښاک او درملو) برابرولو لپاره طرحه چمتو او د ریاست الوزرا مقام ته يې وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې دا مهال په کابل ښار کې ګن سوالګر شتون لري. ځیني راپورونه دغه شمېر زرګونه کسان ښیي.

د سون لرګیو بدیل

به خبرپاڼه کې راغلي چې د کابینې په یاده غونډه کې د کرنې او اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوی شمس الدین شریعتي په مشرۍ په مالیې، سوداګرۍ او صنعت او کورنیو چارو وزارتونو او د استخباراتو لوی ریاست استازو په ګډون یوه پلاوي ته دنده سپارل شوې چې د سون لرګیو بدیل موندلو په اړه هر اړخیره څېړنه ترسره او پایله یې د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.

د نوي کابل د نقشې ارزونه You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version