Pajhwok Afghan News

په تېرو درې میاشتو کې د بامیان لسګونو سوداګرو ښځو کار او عواید له لاسه ورکړي

بامیان (پژواک،۴ لیندۍ ۱۴۰۰): د باميان ولایت يو شمېر سوداګرې مېرمنې وايي چې د هېواد د جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته يې سوداګري خرابه شوې او  ډېر زیانونه ورته رسېدلي دي.

د شه‌ مامه د لاسي صنايعو ټولنې مسوولې ثريا حقيار له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې د هغو ۷۵ مېرمنو د ناوړه وضعیت په اړه وویل  چې په دې انجمن کې یې د دې تر سرپرستۍ لاندې کار کاوه.

حقیار وویل چې د مخکني نظام له سقوط سره یې ټولې هیلې او عواید له لاسه ورکړي دي.

هغه له حکومته غواړي چې ښځو ته د کار او ازادۍ زمینه برابره کړي او اجازه ورکړي چې د نارینه وو ترڅنګ د هېواد په پرمختګ کې برخه واخلي.

نوموړې وايي چې له یوې میاشتې راهيسې يې يوازې یو خامک ټیکری په ۷سوه افغانۍ خرڅ کړی او نور هیڅ پلور نه لري.

دې زیاته کړه: «د سړې هوا له امله سيلانيان باميان ته نه راځي، په دغه ولايت کې بېوزلي او لوږه په ډېرېدو ده، د دغه ولایت اوسېدونکي د خوراکي او سون توکو د برابرولو په فکر کې دي او د ښځو د لاسي صنايعو له پېرلو سره هيڅ علاقه نه لري، د لاسي صنايعو بازار په ټپه ولاړ دى او نور پلور نه لري.»

د حقيار په وينا، له وروستيو بدلونونو سره په باميان کې سوداګرې ښځې زيانمنې شوې او د ژوند د لومړنيو اړتياوو د پوره کولو توان نه لري.

هغې له نړیوالو مرستندویو بنسټونو وغوښتل چې له زیانمنو مېرمنو سره مرسته وکړي.

د باميان د شېبر ولسوالۍ اوسېدونکې انس ګل او مېړه يې چې د يوې اووه کسيزې کورنۍ سرپرستان دي، وايي چې د مخکیني نظام له پرځېدو وړاندې يې د شه مامه د لاسي صنايعو ټولنې سره د  ګليمونو، جرابو، جاکټونو، خامکي جامو او نورو په برخه کې کار کاوه چې ټولې کارکوونکې يې ښځې وې.

د هغې په خبره، له دې کاره یې په منځني ډول د میاشتې ۵زره افغانۍ ترلاسه کولې او ښه ژوند یې درلود.

انس ګل زیاته کړه: «د اسلامي امارت په راتګ سره په بامیان کې د ښځو د لاسي صنایعو بازار له سقوط سره مخ شوی چې له امله یې د ما په ګډون لسګونو نورو ښځو خپلې دندې او عواید له لاسه ورکړي دي.»

هغه وايي چې پیسې نه لري څو خپلو ماشومانو ته قلم، کتابچې، کتابونه او جامې واخلي.

سوداګره، مدافع وکیله او د “شب های بامیان” په نوم د يوه هوټل مالکه حلیمه رضایي هم خپله کيسه کوي.

له هغې مې وپوښتل چې د وروستیو بدلونونو او د اسلامي امارت له راتګ وروسته د بامیان سوداګرې ښځې په منځنۍ کچه څومره زیانمنې شوې دي؟

رضایي وویل چې په بامیان ښار کې  شاوخوا ۵۰ د لاسي صنایعو، خیاطیو، زنانه جامو پلورنځي او زیږتونونه د مېرمنو له لوري مدیریت کېږي، د مخکني نظام له سقوط وروسته هرې ښځې نږدې ۱۵۰زره افغانۍ زیان لیدلی چې په ټوله کې په یاد ولایت کې کسبګرې ښځې له ۶میلیونو افغانیو ډېرې زیانمنې شوې دي.

رضایي زیاته کړه چې دا یوازې د یاد رسټورانټ د تړل کېدو له امله پنځه سوه زره افغانۍ زیانمنه شوې ده.

د هغې په وینا، د بامیان یوشمېر سوداګرې ښځې له ناوړه اقتصادي ستونزو سره مخ دي او بېړنیو بشري مستو ته اړتیا لري.

د باميان ښځينه سوداګرې او کسبکارانې په داسې حال کې په دغه ولايت کې د صنایعو د بازار له پڅوالي شکايت کوي چې شاوخوا لس ورځې مخکې د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې رییسې اليتا ميلر په باميان کې له سيمه ييزو چارواکو سره په لیدنه کې ژمنه وکړه چې له بې سرپرسته، اړمنو او زیان لیدونکو مېرمنو سره به نغدي او د خوراکي توکو مرستې کوي.

بلخوا د باميان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رييس سيف الرحمن محمدي تاييدوي چې په دغه ولايت کې ښځينه سوداګرو ته مالي زيانونه اوښتي؛ خو لامل يې نوی حکومت نه دى.

هغه زیاته کړه: «د اسلامي امارت له راتلو سم د بامیان په مرکز کې د هنر بازار او د بندامیر په ملي پارک کې د ښځو ځانګړي بازار فعالیت درلود او د اسلامي امارت له لوري په دغو دواړو بازارونو کې د ښځو پر وړاندې کوم بندیز نه دی لګول شوی.»

Views: 15

Exit mobile version