ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: نورستان کې تر اوسه د پاسپورټونو د وېش بهیر نه دی پیل شوی

خلک: نورستان کې تر اوسه د پاسپورټونو د وېش بهیر نه دی پیل شوی

author avatar
1 Dec 2021 - 14:38
خلک: نورستان کې تر اوسه د پاسپورټونو د وېش بهیر نه دی پیل شوی
author avatar
1 Dec 2021 - 14:38

پارون (پژواک، ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۰): د نورستان اوسېدونکي وایي چې که څه هم حکومت يوه اوونۍ وړاندې په دغه ولایت کې د پاسپورټونو د وېش د پیلېدو خبر ورکړی، خو تر اوسه دغه کار نه دى شوى.

د نورستان اوسېدونکي بشیر د لیندۍ په ۱۰ پژواک ته وویل چې تر اوسه دغه ولایت کې د پاسپورټ ادارې خپلې چارې نه دي پېل کړي.

هغه وايي چې د پخواني حکومت له پرځېدو را وروسته د پاسپورټ ادارې کارکوونکي هم په بشپړ ډول دندو ته نه دي حاضر شوي .

نوموړی زیاتوي چې د نورستان اوسېدونکي لکه د هېواد د نورو خلکو په څېر د پاسپورټونو اخیستو ته جدي اړتیا لري، حکومت ته په کار ده چې په ټولو ولایتونو کې د پاسپورټونو وطش پيل کړي.

حکومت يوه اوونۍ وړاندې د لیندۍ په ۳ مه اعلان وکړ چې د نورستان په ګډون به د هېواد په لسو ولایتونو کې د پاسپورټونو د ورکړې بهیر پېل شي.

د نورستان د مرکز پارون یو تن قومي مشر محمد موسی وایي: ((موږ پاسپورټونو ته ډېره اړتیا لرو، ځکه چې زیات خلک مو ناروغان دي او د درملنې په موخه ګاونډي هېواد پاکستان ته بیایي.))

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او هرڅه ژر يې د پاسپورټ پروسې د عادي پيلېدو غوښتنه وکړه.

بل لورته د نورستان چارواکي مني چې دغه ولایت کې لاهم د پاسپورټونو د ورکړې لړۍ نه ده پېل شوې.

د نورستان د والي ویاند مولوي سمیع الحق حق بیان پژواک ته وویل چې د پخواني حکومت د سقوط پرمهال د پاسپورټ ادارې اړوند د بایومټریک سیستمونه، کمپيوټرونه او نور تخنيکي توکي ورک شوي او له همدې امله د پاسپورټونو  د وېش بهیر تر نامعلومې مودې پورې ځنډېدلی دی .

نوموړی زیاتوي:((د پخواني حکومت د پرځېدو پرمهال نورستان کې د پاسپورټ ادارې اړوند ټول تخنیکي توکي ورک شوي دي،موږ تېره ورځ د پاسپورټ ادارې ټول کار کوونکي راغوښتي و او هغه شیان او تخنيکي وسایل چې اړتیا ورته لیدل کیږي له مرکزي حکومت څخه مو غوښتنه کړې او تمه شته چې ژر د اړتیا وړ توکي را ورسيږي.))

د يادونې ده چې د نورستان ترڅنګ د يو شمېر نورو ولايتونو اوسېدونکي هم د پاسپورټ د وېش د ژر پيلېدو غوښتنه کوي.

Views: 75

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.