ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د غنمو حاصلات د مسلکي کښت له امله ۵۰ سلنه ډېر شوي

13 Dec 2021 - 15:54
ارشیف
13 Dec 2021 - 15:54

کندهار (پژواک، ۲۲ لېندۍ ۱۴۰۰): په کندهار کې یو شمېر کروندګرو د دودیزې هغې پر ځای په مسلکي بڼه غنم کرلي چې تر پخوا یې حاصلات ۵۰ سلنه ډېر شوي دي.

د دغو کرندګرو له ډلې یو هم انجنیر مسعود شاه احمدي دی چې وايي، له تېرو دوو کلونو راهیسې یې په ډنډ ولسوالۍ کې د غنمو مسلکي کرنه پیل کړې او تر پخوا یې دوه برابره ډېر حاصلات اخیستي دي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه ولایت کې ډېری کروندګر غنم په دودیزه او عنعنوي بڼه کري چې لګښت یې ډېر خو حاصلات یې کم دي.

دی زیاتوي، په همدغه بنسټ یې هوډ وکړ چې د غنمو مسلکي کر پیل کړي او نورو کروندګرو ته یې هم ور زده کړي.

نوموړی وايي، لومړی یې ځمکه هواره کړه، بیا یې د غنمو تخم په یو ډول درملو ووهل او وروسته یې وشینده څو له امراضو خوندي پاتې شي.

د احمدي په خبره، کله چې په یوه جریب ځمکه کې په مسلکي توګه پنځه یا شپږ منه غنم وکرل شي نو تر یو خروار (سل منه)  ډېر حاصل ورکوي او ان ځيني وخت دوه خرواره ته هم رسېږي خو که په غیر مسلکي بڼه وکرل شي، نو له شل منه ډېر حاصل نه ورکوي.

دی وايي، یو شمېر کروندګر کرل شوو غنمو ته ډېرې اوبه ورکوي او یا بېلابېل کيمیاوي کودونه په کې پاشي چې له دې سره حاصلات نه ډېرېږي، بلکې یوازې د کروندګر لګښت ورسره زیاتېږي.

د ده په اند، دا هر څه باید وسنجول شي؛ تخم، کيمیاوي کود او اوبه باید ټول په خپله اندازه ځمکې ته ورکول شي څو ښه حاصلات ورکړي.

په ډنډ ولسولۍ کې د غنمو د یوې کروندې څښتن انجنیر رفیع الله ارین وايي، دا چې کرنه د افغانستان لپاره ډېره مهمه ده نو دوی له تېر کال راهیسې په دې برخه کې فعالیت زیات کړی او تمه لري چې ټول کروندګر او بزګران مسلکي کرنې ته مخه کړي څو لګښتونه یې کم او حاصلات یې ډېر شي.

هغه وايي، د هغو کسانو په مشورو او لارښوونو یې دغه کار پيل کړ چې په تېرو شاوخوا شلو کلونو کې يې په افغانستان کې د کرنې په برخه کې لوړې زده کړې کړې دي.

دی وایي، تېر کال يې پر شاوخوا ۱۲۰ جریبه ځمکه په مسلکي توګه غنم وکرل چې ۹۵ خرواره غنم يې ورڅخه تر لاسه کړل.

&nbsp . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version