ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې د مرمرو او چپسو د پروسس ۱۷ فابريکې تړل شوې دي

16 Dec 2021 - 16:46
16 Dec 2021 - 16:46

جلال اباد (پژواک، ۲۵ لېندۍ ۱۴۰۰): په ننګرهار کې د مرمرو او چپسو د پروسس فابريکو اتحاديه وايي، په هېواد کې وروستي بدلون، د رغنیزو پروژو او ساختماني چارو د درېدو له امله یې ۱۷ فابريکې تړل شوې دي.

دوی زياتوي، د فابريکو د تړل کېدو له امله لسګونه کسان بې روزګاره شوي او فابريکه لرونکو ته هم په سونو زره افغانۍ زيان اوښتی دی.

د پاتې ګوتو په شمار فابريکو لرونکي وايي، که حالت همداسې دوام وکړي نو دوی هم مجبورېږي چې خپلې فابريکې بندې کړي او توليد کړي د مرمرو او چپسو تيږې پرې تاوان شي.

د مرمرو له ډبرو او چپسو په رغنیزه پروژو او ساختماني چارو کې ګټه اخستل کېږي او دلته په ننګرهار کې يې د توليد ۲۲ فابریکي جوړې شوې وې چې اوس يې د کارونو د کمښت له امله ۱۷ فابريکې تړل شوې دي.

په ننګرهار کې د مرمرو او چپسو د اتحاديې مسوولین وايي، د جمهوري نظام تر ړنګېدو وروسته د رغنیزو پروژو او ساختماني چارو په ټپه درېدلو او ترڅنګ يې د اوسني حکومت له لوري پر دوی د ټکسونو ډېرېدو له امله ۱۷ فابريکو خپل فعاليتونه بند کړي دي.

د يادې اتحاديې مرستیال عارف شیرزاد وايي، که حالت همداسې دوام وکړي اوسمهال د فعالو ۵ فابریکو چارې به هم ډېر ژر په ټپه ودرېږي.

په همدې حال کې د مرمرو او چپسو د غير فعالو فابریکو مسوولین وايي، د توکو د پلور بازار د سړېدو له کبله يې فابریکې تړلې او ګڼ شمېر کارګر يې ځواب کړي دي.

د دوی له ډلې د يوې تړل شوې فابريکې مالک عبدالولي پژواک اژانس ته وويل: ((موږ هره ورځ توليد او خرڅلاو درلود؛ خو له کله راهیسې چې نظام سقوط شوی او طالبان واک ته رسېدلي، نو چارې بېخي خرابې شوې، نور مو توان نه درلود چې له جېبه مصرف وکړو.))

دلته په فعالو فابریکو کې په کار بوخت کارګر که څه هم خوښ دي چې په هېواد کې په وروستي خراب حالت کې ورته د کار زمینه برابره ده خو وايي د پخوا په پرتله د دوی عايدات هم کم شوي دي.

د الله محمد په نوم يو کارګر وايي، کله چې د فابريکو کار جوړ و نو دوی ته يې هم معاشات پر وخت او ډېر ورکول، خو اوس معاشات هم بند شوي او پر وخت يې هم نه ورکوي.

د ننګرهار مناسب اقلیم ته کتو اقتصاد پوهان په دې باور دي چې دغه ولایت د امنيت، برېښنا او ځای د ستونزو په حل سره کولای شي په یوه صنعتي ولایت بدل شي خو د هېواد ناسم وضعیت دغه هیلې په ناهیلۍ بدلې کړې دي.

Views: 107

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version