ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د چاپېريال ساتنې اداره: د کابل ښار د هوا ککړتيا راکمولو او مخنيوي لپاره دې جدي پام وشي

26 Dec 2021 - 18:21
26 Dec 2021 - 18:21

کابل (پژواک ۵ مرغومی ۱۴۰۰): د چاپېريال ساتنې ادارې د کابل ښار د لوړپوړيزو ودانيو له څښتنانو وغوښتل چې د هوا ککړتيا د راکمولو او مخنيوي لپاره لازم تدبيرونه ونيسي او د سرغړونې پرمهال به له هغوی سره قانوني چلند وشي.

د يادې ادارې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې خپلې چارې یو ځل بیا د وروستیو تحولاتو له کبله له څو میاشتني ځند وروسته پیل کړې.

سرچينه زياتوي، د اوسني نظام د رهبرۍ له خوا دې ادارې ته نوی عمومي سرپرست رئیس معرفي او په کار یې پیل وکړ. له دې وروسته به د چاپېریال ساتنې ملي ادارې چارې د پخوا په څېر د نوي نظام له پالیسۍ سره سم پر مخ وړل کېږي.

سرچينه کاږي، څرنګه چې لیدل کېږي د هوا ککړتیا هر کال د ژمي په موسم کې خورا لوړې کچې ته رسیږي او د ټولو ښاریانو په روغتیا مستقیمې اغېزې لري او د دې مخنیوی زموږ ټولو ګډ مسئولیت دی.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له ټولو دولتي ادارو او وزارتونو، د خصوصي سکتور تاسیساتو، لوړپوړیزه ودانیو، کورنیو او نورو ککړوونکو منابعو له مالکانو څخه په کلکه غوښتنه کړې چې د هوا د ککړتیا د راکمولو او مخنیوي په موخه لازم تدابیر ونیسي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې د دې اعلامیې له خپرېدو وروسته به د دې ادارې د نظارت او تفتیش مسوولین د کابل ښاروالۍ او اړوندو ادارو سره په ګډه د هوا ککړتیا له منابعو څخه څارنه کوي او له سرغړوونکو سره به قانونی چلند کېږي.

دغې ادارې له ټولو هېوادوالو، ښاریانو، علماء کرامو، مسئولینو، صنعتکارانو، د ککړتیاوو د منابعو له مالکینو او رسنیو څخه غوښتنه کړې چې د دې ګواښ په مخنیوي کې له دوی سره همکاري وکړي او خپله ایماني دنده او مسئولیت ادا کړي.

Views: 19

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version