ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عربي متحده اماراتو په افغانستان کې پانګونې ته چمتوالی ښودلی

29 Dec 2021 - 10:54
29 Dec 2021 - 10:54

کابل(پژواک، ۸ مرغومی ۱۴۰۰): د عربي متحده اماراتو چارواکي وايي، په افغانستان کې د سوداګرۍ، اقتصادي پیاوړتیا، په هلمند او کندهار کې د وچې بندرونو، د بنسټیزې رېل پټلۍ او لمریزې برېښنا جوړولو په برخه کې پانګونې ته چمتو دي.

باختر دولتي اژانس ليکلي چې تېره ورځ د افغانستان رییس‌الوزرا ملامحمدحسن اخوند د عربي متحده اماراتو د هویت، تابعیت، ګمرکونو او بندرونو امنیت د فدرالي ادارې له وزير علي محمد بن حماد الشامسي سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې کړې دي.

سرچینه زياتوي، الشامسي په یاده لیدنه کې ویلي، چې د سوداګرۍ، اقتصادي پیاوړتیا، په هلمند او کندهار کې د وچې بندرونو، د بنسټیزې رېل پټلۍ او لمریزې برېښنا جوړولو په برخو کې پانګونې ته چمتو دي.

په ورته مهال، د بهرنيو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپل ټويټر ليکلي، چې الشامسي د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره د مهمو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.

هغه زياتوي، په ياده ناسته کې الشامسي د افغانستان له سرپرست حکومت سره اړیکې پخوانۍ او قوي بللي او په اقتصادي، ښوونيز، تخنیکي او زراعت برخو کې یې د همکارۍ او پانګونې یادونې کړې دي.

نوموړي زياته کړه، د بهرنيو چارو سرپرست وزير د عربي متحده اماراتو له مرستو مننه او د تداوم غوښتنه کړې او ويلي يې دي چې افغانستان د متحده عربي اماراتو په شمول له ټولې نړۍ سره هر اړخیزې مثبتې اړيکې غواړي.

متقي ويلي، متحده عربي امارات ښه موقعیت لري او د افغانستان لپاره به له نړۍ سره د دروازې رول ولوبوي او له همدې لارې به زموږ د صادراتو کچه لوړه شي.

Views: 2325

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version