ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یونسکو: پر شرایطو برابر نیمايي ماشومانو ښوونځیو کې نوم لیکنه نه ده کړې

30 Dec 2021 - 18:06
آرشیف
30 Dec 2021 - 18:06

کابل (پژواک، ۹ مرغومی ۱۴۰۰): یونسکو په خپل تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې پر شرایطو برابر نیمايي ماشومانو ښوونځیو کې نوم لیکنه نه ده کړې، د دغه هېواد له حکومته یې غوښتي چې له تبعیض پرته د زده کړو لپاره د زمینې برابرولو په برخه کې دې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان (یونسکو) د «زده کړو حق؛ په افغانستان کې څه شی په خطر کې دي؟» په نوم خپل تازه راپور کې ویلي چې په دغه هېواد کې د زده کړو په مسیر کې ننګونې ډېرې دي او لږ تر لږه پر شرایطو برابر نیمايي افغان ماشومانو ښوونځیو کې نوم لیکنه نه ده کړې.

د یاد سازمان په تازه راپور کې چې تېره چهارشنبې (د مرغومي اوومه) خپور شو راغلي، په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې د زده کړو په برخه کې د پرمختګ سربېره په دغه هېواد کې د زده کړو بیه د سیمو او اسیا هېوادونو منځ کې تر ټولو ټيټې کچه کې پاتې شوې او د افغانستان ښوونځیو کې د زده کوونکو ترمنځ د زده کړو د کچه ټيټه ده.

بلخوا یاد بنسټ زیاتوي چې د افغانستان د زده کړو سیستم کې جنسیتي تبعیض شته او دغه هېواد باید له تبعیض پرته د زده کړو برخه کې پر خپل ژمنو عمل وکړي.

په ورته وخت کې یاد بنسټ روښانه کړې چې افغانستان د خپلو ښوونیز سیستم د ساتنې لپاره پر بهرنیو مرسته تکیه دی، له دې امله په یاده برخه کې ډېره پانګونه لازمه ده او باید افغان زده کوونکو ته کافي ښوونیزې سرچینې ځانګړې شي.

یونسکو افغانستان کې د زده کړو حق کې د جنسیتي نابرابرۍ اړوند څرګندونې په داسې حال کې کوي چې افغانستان کې د نوي سرپرست حکومت تر رامنځته کېدو وروسته د هېواد په نیمايي ولایتونو کې تر شپږم ټولګي د لوړو ټولګیو نجونو ته ښوونځي ته د تګ اجازه نه ده ورکړل شوې.

د «اسلامي امارت» مهم غړي او د «طالبانو» د قطر دفتر ویاند ډاکتر نعیم وردګ قطر کې یوې رسنۍ ته وویل، اوس مهال د هېواد ۱۷ ولایتونو کې تر شپږم د پورته ټولګیو نجونې زده کوونکې ښوونځیو ته ځي او راتلونکی کال به د هېواد په ټولو ولایتونو کې ښوونځي خلاص شي.

هغه وویل، دوی ښوونځیو او تحصیلي مرکزونو کې د نجونو د زده کړو مخه نه نیسي، اوس مهال په خصوصي تحصیلي مرکزونو کې نجونې پر زده کړو بوختې دي.

سرچینې د دې لامل چې ولې تر اوسه هېواد کې د نجونو ټول ښوونځي نه دي خلاص شوي، نجونو ته د خوندي زده کړو او تحصیل زمینې برابرول او په ځینو ولایتونو کې یو شمېر نورې فرهنګي ستونزې د یادو مشکلاتو لامل شوې دي.

Views: 25

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version