ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکتر عبد الله د قطر له ځانګړي استازي سره وکتل

ډاکتر عبد الله د قطر له ځانګړي استازي سره وکتل

author avatar
19 Jan 2022 - 17:24
ډاکتر عبد الله د قطر له ځانګړي استازي سره وکتل
author avatar
19 Jan 2022 - 17:24

کابل (پژواک، ۲۹مرغومی ۱۴۰۰):  د قطر هېواد ځانګړی استازی کابل ته راغلی او د سولې عالي شورا له مخکني رییس ډاکتر عبدالله سره یې کتلي دي.

د ډاکتر عبدالله له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د قطر هېواد ځانګړي استازي مطلق بن ماجد القحطاني په کابل کې نن له عبد الله سره کتلي دي.

سرچینې د عبد الله له خولې لیکلي : ((له قطر نه مو د افغانستان د دوست هېواد په توګه مننه وکړه چې تل یې په افغانستان کې د سولې له تامین ملاتړ کړی دی او د افغانستان خلک د قطر هېواد د هڅو په قدر پوهېږي.))

سرچینه وایي چې په دې کتنه کې د مشرانو جرګې پخوانی رییس فضل هادي مسلمیار او د ملي مصالحې عالي شورا پخوانی مرستیال اسدالله سعادتي هم حضور درلود.

دغه راز عبد الله نن په کابل کې د ایران هېواد له سفیر بهادر امینیان وکتل او په تهران کې د وروستیو مذاکراتو او په هېواد کې د روان وضعیت په اړه یې سره خبرې وکړې.

یادونې ده چې دوه درې ورځې مخکې عبد الله په کابل کې د ناروې له سفیر سره هم د بشردوستانه مرستو، زده کړو او نورو مسایلو په اړه خبرې کړې وې.

Views: 186

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.