ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مولوي عبدالکبیر: نړيواله ټولنه دې د فشار پر ځای د تفاهم لار خپله کړي

مولوي عبدالکبیر: نړيواله ټولنه دې د فشار پر ځای د تفاهم لار خپله کړي

author avatar
25 Jan 2022 - 09:47
مولوي عبدالکبیر: نړيواله ټولنه دې د فشار پر ځای د تفاهم لار خپله کړي
author avatar
25 Jan 2022 - 09:47

کابل (پژواک، ۵ سلواغه ۱۴۰۰): د ريیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له نړيوالې ټولنې غوښتي چې د فشار راړولو پر ځای دې د تفاهم لار انتخاب کړي.

ارګ تېره شپه په خپله ټويټرپاڼه کې ويلي چې مولوي عبدالکبير د جاپان له سفير تاکاشي اوکادا سره په ليدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه او تاريخي اړيکو پر پراخوالي د ټينګار ترڅنګ له نړيوالې ټولنې د تفاهم لارې د انتخابولو غوښتنه وکړه.

سرچينې زياته کړې چې نوموړي په دې ليدنه کې د ټولو افغانانو د اساسي حقونو د خونديتوب ډاډ ورکړی دی.

سرچینې د مولوي عبدالکبیر له قوله لیکلي: «غواړو له جاپان سره نېکې او تاريخي اړيکې لا پراخې کړو. نړيواله ټولنه دې د فشار راوړلو پر ځای د تفاهم لاره ونيسي. موږ ډاډ ورکوو چې د افغانانو ټول اساسي حقونه خوندي دي.»

د ريیس الوزرا سياسي مرستيال همدارنګه له جاپان څخه د افغانستان د نوي حکومت پر رسميت پېژندلو او د هېواد د کنګل شوې پانګې د خلاصېدو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې.

سرچينه زياتوي چې د رييس الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي هم د جاپان له سفير سره په جلا ليدنه کې ويلي چې نوی حکومت مصمم دی چې له ټولو افغانانو سره يو ډول چلند ولري.

د ارګ په ټويټرپاڼه کې دغه راز ويل شوي چې عبدالسلام حنفي په دې ليدنه کې ويلي: «د اداري فساد ريښې وچې شوې او د نشه یي توکو د کر، پروسس او قاچاق د مخنیوي لپاره هڅې روانې دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د درې ورځې وړاندې د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي په مشرۍ یو حکومتي پلاوی ناورې ته تللی او هلته یې د نړۍ د يو شمېر هېوادونو له استازو سره پر اقتصاد، بشري مرستو، امنیت، د مرکزي بانک پر فعالیت، روغتیا او نورو اړوندو مسایلو خبرې کړې دي.

Views: 301

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.