ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د رسنیو فدراسیون د خبري ناستې لغوه کېدل د بیان د ازادي محدودول دي”

27 Jan 2022 - 15:40
27 Jan 2022 - 15:40

کابل (پژواک، ۷ دلو ۱۴۰۰): یوناما او د رسنیو یو شمېر ملاتړو بنسټونو، د ژونالېستانو د بنسټونو او رسنیو فدراسیون د غونډې لغوه کول د بیان پر ازادۍ محدودیت بللی او د افغانستان له سرپرست حکومته یې د دې ډول غونډو د ملاتړ او بیان د ازادۍ د نه تر پښو لاندې کېدو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنيو د بنسټونو فدراسيون د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، ټاکل شوې وه دغه فدراسيون پرون (چهارشنبه) په کابل کې د کورنیو رسنيو لپاره د افغانستان د رسنيو او ژورنالېستانو د وضعيت په اړه يوه خبري غونډه جوړه کړي.

سرچینې لیکلي: «د یادې خبري ناستې لپاره د ټولو امکاناتو پر چمتو کولو او د خبري پوښښ لپاره د رسنیو په رابللو سربېره، د افغانستان اسلامي امارت د دې ناستې مخه ونیوله. یاده غونډه د اسلامي امارت د مسوولینو د شفاهي څرګندونو په اساس لغوه شوه.»

دغه بنسټ د هېواد له سرپرست حکومته غواړي چې د شته ستونزې څېړلو او د فدراسیون له غړو سره په همغږۍ د خبري ناستو د ترسره کولو په برخه کې قانوني همکاري.

د افغانستان د ژورنالېستانو ملي اتحادیې رییس میرعلي اصغر اکبرزاده وایي، د یادې خبرې غونډې د پوښښ لپاره کورنۍ او بهرنۍ رسنۍ راغلې وې؛ خو ناسته د شفاهي هدایت له مخې لغوه شوه.

اکبرزاده وایي: «له اسلامي امارته مو غوښتنه دا ده چې په راتلونکي کې د دې ډول ستونزې د حل په موخه ژر تر ژره خپله وروستۍ پرېکړه وکړي، یا دې د کړنلارې یا کوم قانون له مخې چې دوی یې لري، ترسره کړي، او د دوی لارښونه دا وه چې تاسو د اسلامي امارت تر هدایته د دغه ډول مطبوعاتو کنفرانسونو د ترسره کولو اجازه نه لرئ.»

د بیان ازادي کور هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د خبري غونډې له پیل مخکې یو شمېر امنیتي ځواکونو په «ګواښ او فشار» د فدراسیون غړي د خبري ناستې لغوه کېدو ته اړ کړي دي.

سرچينه ليکي چې يادو امنيتي کسانو درې خبريالان (مسرور لطفي، فردين عطايي او ظريف کريمي) د څه مودې لپاره د استخباراتو په موټر کې ساتلي وو او خبرداری يې ورکړی و چې ونيولو حکم یې ورسره دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، ټاکل شوې وه چې په دې ناسته کې په تېرو پنځو مياشتو کې د خبريالانو د وضعيت، معلوماتو ته د لاسرسي او د خبريالانو د وهلو ټکولو په اړه د لومړۍ سروې پايلې له رسنيو سره شريکې شي.

د افغانستان د بیان د ازادۍ کور د امنیتي ځواکونو له خوا د غونډې لغوه کول «د بیان د ازادۍ پر حریم ښکاره تجاور بللی او دغه کړنه یې په کلکه د بیان د ازادۍ د ارزښتونو» پر ضد بللی دی.

سرچینې لیکلي: «د طالبانو دغه عمل په ښکاره توګه له هغو ژمنو سره په ټکر کې دی چې د دوی مشرانو یوازې یوه ورځ مخکې د اوسلو په کنفرانس کې له نړیوالې ټولنې سره وکړې.»

د بیان د ازادۍ کور له سرپرست حکومته غوښتي چې د بیان ازادي چې د هېواد د خلکو ګډه لاسته راوړنه ده، نوره تر پښو لاندې نه کړي.

یاد بنسټ دغه له نړیوالې ټولنې، په کابل کې د اروپايي ټولنې له استازولۍ او د یوناما له دفتره غوښتي چې له ډیپلوماټیکو لارو په ګټې اخیستنې «د خلکو د غږ غلي کولو» مخنیوی وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د یادې خبري ناستې لغوه کېدو ته په غبرګون ویلي: «د رسنیو د مطبوعاتي کنفرانس د ترسره کولو منع کول د بیان پر ازادۍ محدودیت دی. له طالبانو غوښتل کېږي چې د افغانانو ترمنځ د خبرو ملاتړ وکړي او هڅه ونه کړي څو هغه کسان محدود کړي چې دوی یې د بل ډول نظر خاوندان بولي.»

پژواک دغه موضوع له حکومت سره شریکه کړه خو تر اوسه يې ځواب نه دى ترلاسه کړى.

Views: 26

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version