Pajhwok Afghan News

په کندوز کې د وريجو پروسس يوه لويه فابريکه د تړل کېدو له ګواښ سره مخ ده

کندوز ښار (پژواک، ١٠ سلواغه ١٤٠٠): په کندوز کې د وريجو پروسس د يوې کارخانې مسوولين وايي چې په ٢٤ ساعتونو کې ١٢٠ ټنه وريجې پروسس کوي خو د وريجو د پلور لپاره د بازار او صادراتو په برخو کې ستونزې لري.

په کندوز د شعيب فيصل وريجو پروسس فابريکې مسوول خان محمد د سلواغې په لسمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه فابريکه په ٢٤ ساعتونو کې ١٢٠ ټنه وريجې پروسس کوي او څه باندې شپږ زرو کسانو ته يې په مستقيم او غير مستقيم ډول د کار زمينه برابره کړې ده.

هغه وايي: ((٢٢١ کسان په مستقيمه توګه له موږ سره کار کوي او د کندوز له شپږ زرو کروندګرو څخه موږ شولې په بيه اخلو او دلته يې بيا پروسس کوو.))

خان محمد زياتوي چې د نوي حکومت په راتګ سره يې په توليداتو کې هيڅ ډول کموالى نه دى راغلى، خو د وريجو د خرڅلاو او صادراتو په برخو کې ستونزې لري.

دى وايي چې پخوا د دوى توليداتو په هېواد کې دننه ښه بازار درلود او ترڅنګ يې تاجکستان او ازبکستان هېوادونو ته هم صادرېدل.

خو دى زياتوي: ((اوس په دې دوو برخو کې مشکل لرو؛ له حکومت نه غوښتنه دا ده چې زموږ دغه مشکلات حل کړي.))

نوموړى وايي، که چېرې يادې ستونزې يې هوارې نه شي، په نږدې راتلونکي کې به اړ شي چې د فابريکې دروازه وتړي او ګڼ شمېر کسان به وزګار شي.

دغه راز د يادې فابريکې يوه کارکوونکي سهراب رحيمي پژواک ته وويل، حکومت بايد همکاري وکړي چې دغه فابريکه ونه تړل شي.

دى وايي: ((که چېرې دغه فابريکه وتړل شي، ډېر کسان وزګارېږي، بيا دوى مجبورېږي چې د يوې مړۍ ډوډۍ پيدا کولو لپاره نورو هېوادونو ته لاړ شي او هلته د سختۍ شپې او ورځې تېرې کړي.))

د يادو څرګندونو په اړه د کندوز د کرنې رييس مولوي امان الله حسن وويل چې شعيب فيصل د وريجو د پروسس تر ټولو لويه فابريکه ده.

هغه وايي: ((موږ له دوى سره د بازارموندنې په برخه کې پوره همکاري کوو؛ څو ورځې وړاندې وزير صاحب هم راغلى و او د دوى له فابريکې یې ليدنه وکړه، نو ډېر ژر به هر څه سم شي.))

نوموړى زياتوي چې له کورنيو توليداتو د استفادې په برخه کې د کورنيو چارو او دفاع له وزارتونو سره هم خبرې روانې دي.

د يادونې ده، د کندوز د افغانستان د هغو ولايتونو له ډلې دى چې وريجې په کې تر نورو ولايتونو ډېرې توليديږي.

Views: 163

Exit mobile version