ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مجاهد: د قزاقستان په ناکراریو کې له افغانستانه د لاسوهنې ادعا حقیقت نه لري

مجاهد: د قزاقستان په ناکراریو کې له افغانستانه د لاسوهنې ادعا حقیقت نه لري

author avatar
2 Feb 2022 - 16:28
مجاهد: د قزاقستان په ناکراریو کې له افغانستانه د لاسوهنې ادعا حقیقت نه لري
author avatar
2 Feb 2022 - 16:28

کابل (پژواک، ۱۳ سلواغه ۱۴۰۰): د افغانستان حکومت وایي، د قزاقستان په ناکراریو کې له افغانستانه د مداخلې ادعا حقیقت نه لري او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د بل کوم هېواد په ضرر استفاده وکړي.

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، ځینو رسنیو د روسي چارواکو په حواله ویلي چې ګنې د قزاقستان په ناارامیو کې له افغانستانه هم ځينو خلکو برخه اخیستې ده.

هغه زیاتوي: «موږ دا ادعا په کلکه ردوو، اسلامي امارت د خپل تعهد له مخې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د بل کوم هېواد په ضرر استفاده وکړي، یا د نورو هېوادونو په چارو کې مداخله ولري او نه هم په دې اړه کوم شواهد شتون لري.»

ده ویلي چې د افغانستان سرپرست حکومت په قزاقستان کې د پېښو ستونزو معقول او سوله ییز حل غواړي او ټولو جهتونو ته ډاډ ورکوي چې د افغانستان له خاورې هیڅ کوم هېواد ته ګواښ متوجه نه دی.

د راپورونو له مخې، د قزاقستان چارواکو په دې وروستیو کې ادعا کړې چې د دغه هېواد په وروستیو تاوتریخوالو کې د مرکزي اسیا، افغانستان او منځنۍ اسیا سخت دریځو کسانو لاس درلود.

څه باندې شل ورځې مخکې په قزاقستان کې د تېلو بیو له لوړېدو وروسته د دغه هېواد په لوېدیځو سیمو کې لاریونونه پیل او بیا ټول هېواد ته وغځېدل او په تاوتریخوالي واوښتل. په لاریونونو کې د مرګ ژوبلې راپورونه هم ورکړل شوي دي.

Views: 131

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.