Pajhwok Afghan News

طبي پوهان: د سپلني لوګی د کرونايي ناروغانو لپاره مضر دی

کابل (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۱۴۰۰): د ټولنیزو پاڼو ځیني کاروونکي او هېوادوال د «سپلني» دود د کرونا د میکروبونو په له منځه وړو کې اغېزناک بولي؛ خو طبي کارپوهان وايي چې دغه لوګی نه یوازې‎ اغېز نه کوي، بلکې د کرونایي ناروغانو لپاره خطرناک هم دی.

په افغانستان کې د کرونا د څلورمې څپې له خپرېدو وروسته د ټولنیزو شبکو یو شمېر کاروونکو د «سپلني» دودول د کرونا ناروغۍ لپاره اغېزناک بللي او خلک یې هڅولي چې د کرونا ناروغانو رغېدو لپاره دې سپلني دود کړي.

سپلني د کرونا ضد دی

اکبر پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دوه دوزه واکسین یې کړی؛ خو بیا هم پر کرونا ناروغۍ اخته شوی دی.

هغه د خپور شوي مطلب په دوام کې د کرونا د مخنیوي او ترې د رغېدو لپاره خلک د سپلني دودولو ته هڅولي او سپارښتنه یې کړې چې دود د پزې له لارې تنفس کړي.

په ورته مهال، د افغانستان د اطلاع رسونې شبکې هم د «ضد عفونی کردن محیط با دود گیاه اسپندانه» تر عنوان لاندې مطلب خپور کړی دی.

په دغه مطلب کې راغلي، سپلنی د کور، کاري چاپېریال پاکولو او د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره ښه دی.

د یاد مطلب د معلوماتو له مخې، د سپلني د دانو دودولو او درملنې خواصو په اړه تازه مطالعات ښیي چې دغه ماده د ویروسونو پاکوونکې ده؛ خو په کور کې باید په اختیاط دود شي؛ ځکه د هغه لوګی د اعصابو د سیسټم کمزوري کېدو لامل کېږي.

د کابل یوې اوسېدونکې نوريې پژواک خبري اژانس ته وويل چي پلار يې پر کرونا اخته شو، د درملو خوړلو او ډاکټر سپارښتنې مراعاتولو سربېره یې نیا درې یا څلور ځلې سپلني ورته دود کړل. ‎

هغې زیاته کړه، د هغه د انا په وینا، د سپلني دودول په کور او بدن کې ویروسونه وژني.

دا په داسې حال کې ده چې مخکې هم د ډېری هېوادوالو ترمنځ دا باور موجود و چې د سپلني لوګی د بد نظر لپاره کارول کېږي او اوس له دغه بوټي د همدې موخې لپاره کار اخلي.

طبي کارپوهان: د سپلني دودول کرونایي ناروغانو ته زیان رسوي

د ماشومانو د داخله ناروغیو پروفیسر ډاکتر نورالحق يوسفزي پژواک ته وويل چې ټول دودېدونکي توکي کاربن دای اکساید لري او زیاته یې کړه چې دغه کاربن دای اکساید د اکسېجن ضد او کرونایي ناروغانو لپاره مضر دی.

هغه پر کرونا د اخته کسانو وضعیت ته په اشارې وویل: «له دې امله چې د کرونایي ناروغانو پښتورګي التهابي دي، نه شي کولای له هوا کافي اکسېجن واخلي؛ له همدې امله موږ هغوی ته د اضافي اکسېجن سپارښتنه کوو.»

نوموړي د دې په یادولو سره چې لوګی په کافي اندازه کاربن دای اکساید لري او په کاربن دای اکساید ککړ چاپېریال په تنفسي سیستم کې ستونزه رامنځته کوي او د ناروغ د تخریش او ټوخي لامل کېږي.

د هغه په خبره، سون او دودېدونکي توکي نه یوازې د کرونا لپاره ګټور نه دي، بلکې زیان رسوي. یاد طبي کارپوه له خلکو وغوښتل چې د خلکو خبرو ته غوږ ونه نیسي او د لوکي لرونکو توکو له استفادي ډډه وکړي؛ ځکه چې د ناروغ وضعیت نور هم خرابوي.

په ورته مهال، د افغان- جاپان روغتون د «IPC» برخې مسوول ډاکتر مېړني براتزي پژواک ته وویل جې پر کرونا اخته ناروغان چې وضعیت یې نازک وي، اکسېجن ته اړتیا لري او باید په پاکه هوا کې وساتل شي.

هغه وویل چې د کرونایي ناروغانو لپاره د سپلنې دود ګټور نه دی او زیاته یې کړه چې ککړه هوا او هر ډول لوګی د ناروغ د ساتنګۍ لامل کېږي او ناروغ ته د سپلني له دودولو باید ډډه وشي.

پژواک خبري اژانس څو ځلې هڅه وکړه چې په دې اړه د عامې روغتيا وزارت نظر هم ولري؛ خو د وزارت چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Views: 163

Exit mobile version