ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي پراختیا شرکت خپل شاوخوا ۲۴،۷ میلیارد افغانۍ پورونه ورکړي

22 Feb 2022 - 17:35
22 Feb 2022 - 17:35

کابل (پژواک، ۳ کب ، ۱۴۰۰): د ملي پراختیا شرکت دې ته په اشاره چې پر ۶۸۹ پروژو کار کوي او د ۳۹۶ پروژو چارې یې بشپړې کړې، وايي، هغه کسان چې په مخکني حکومت کې یې کار کړی، اوس هم ټول خپلو دندو ته ورځي او اوسنی حکومت یې ملاتړ کوي.

د ملي پراختیا شرکت د تولید او سوداګرۍ چارو د تنظیم مرستیال ریاض‌الدین شریفي وویل، دغه شرکت ۷۰ سلنه مالیاتي مکلفیتونه ادا کړي او خپل شاوخوا ۲۴.۷ میلیارد افغانۍ پورونه یې ورکړي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د دولتي تصدیو فعالیت تر یو وخت پورې نزولي سیر درلود او دې ته اړتیا شوه څو تر یو سالم مدیریت لاندې راشي او د ملي پراختیا شرکت مربوط شو.

هغه زیاته کړه، مخکې له دې چې ساختماني تصدۍ د ملي پراختیا له شرکت سره مدغمې شي، ۱۵۲ پروژې یې لرلې چې ډېری یې بندې وې.

د ده په خبره، د ملي پراختیا شرکت اوسنۍ پروژې ۱۰۸۳ دي چې ۱۲۱ میلیارد افغانۍ ارزښت لري، له دې ډلې ۳۹۴ پروژې بشپړې شوې او پر ۶۸۹ نورو کار روان دی.

د هغه په خبره، دغه پروژې پر اتو سکټورونو وېشل شوې چې په ښوونیزو او تحصیلي برخو کې ۱۵۱ پروژې، په دیني او مذهبي برخو کې ۴۹۲ پروژې، ۸۵ صنعتي او کرنیزې پروژې، په اداري او ټولنیزو برخو کې ۱۸۲ پروژې دي.

ریاض الدین زیاته کړه چې د تاریخي ابداتو او فرهنګي برخو کې ۵۰ پروژې، ۱۰۱ روغتیايي او ورزشي پروژې، ۱۹ د زېربناوو پروژې او د استوګنې په برخه کې درې ښارګوټي چې ۴زره اپارتمانونه لري.

نوموړي زیاته کړه: ((په کرنیز سکټور کې شاوخوا ۷۵۰۰زره جریبه ځمکه کې د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د ستروسو د اصلاح شوو ورایټیو باغونه جوړ کړي دي.))

دغه راز د ننګرهار وادي کرنیزو ۴۵ جریبه ځمکو کې د کبانو روزنې ۳۹ حوضونه چې پراختیايي پلان یې په زر جریبه ځمکه کې په پام کې نیول شوی او تطبیق یې روان دی.

شریفي زیاته کړه، د زیتون حاصلات هم له ۱۰۰ څخه ۱۰۰۰ ټنو ته لوړ شوي دي.

هغه د تولید او کانونو په برخو کې د غوري سمنټو په اړه، چې د فابریکې د تولید ظرفیت یې له ۱۲۰ څخه ۷۵۰ ټنو ته لوړ شوی، د پورونو له تصفیې او د غوري سمنټو کیفیت له لوړېدو یادونه وکړه.

هغه زیاته کړه، د جبل السراج سمنټو فابریکې د ورځني تولید ظرفیت هم له ۲۰ څخه ۸۰ ټنو ته لوړ شوی او د دې فابریکې د داشونو بدنه د هېواد د انجنیرانو په وسیله نوې شوې دي.

د ده په خبره، د وخت د ولسمشر په سپارښتنه، د شمال د ډبرو سکاره باید د ملي پراختیايي شرکت له خوا مدیریت شي او دغه شرکت د ۱۳۹۹ کال په لومړیو کې د شمال د ډبرو سکرو مدیریت پر غاړه درلود.

نوموړي زیاته کړه، د ملي پراختیايي شرکت د هڅو له امله د شمال د ډبرو سکرو شرکت عایدات ۳۰ سلنه ډېر شول.

هغه وویل چې د املاکو په برخه کې ١٧٠٠ جريبه ځمکه، ١٢ ودانۍ، ١١١ دوکانونه، یو سوداګريز مارکېټ، د ملي پراختيا شرکت په ګټه له زورواکو بېرته راګرځول شوي او دغه راز ٧٣۰۰زره جريبه ځمکه تثبیت او د دغه شرکت د معلوماتو په بانک کې شامله شوې ده.

رياض الدين شريفي وويل چې د مرکزي باربري تصدي (کاماز) د جګړې د ستونزو له امله په ولايتونو او ګمرکونو کې فعالیت نه درلود، اوس يې بېرته خپل فعاليت پيل کړی او د اسلام کلا، تورغونډۍ او حيرتان په بندرونو کې هم د فعالېدو په حال کې ده.‎

هغه له اتو کلونو راهیسي د اپارتمانونو بیې له ۵۲۰ ډالرو ۳۷۰ ډالرو ته راټیټول، د جوماتونو، سپورتي کلبونو او تمځایونو په ګډون د ۳۹۴ ودانیزو پروژو بشپړول، د قوش تپې کانال د عملي کار پیلول، د بگرامیو ښارګوټي د ۳ بلاکونو بشپړول چې ۱۰۸ اپارتمانونو لري او د بګراميو، د غزنوي او لاله ښارګوټو د کار پیلول د ملي پرمختیا شرکت له مهمو لاسته راوړنو وبلل.

دغه راز د اکسېجن فابریکې ترمیم او د کرونا ویروس پر مهال د اکسېجن د ۵۰۰۰ ډبو وېشل، په پروان د چاریکار کانال پاکول، په بغلان ولایت کې د برېښنا بند ترمیم او د اجمیر پلخمري کانال پاکول، په کورنیو بازارونو کې  د غوري سمنټو د کیفیت بېرته ښه کول او په یوه شپه او ورځ کې له ۱۲۰ نه ۷۵۰ ټنو ته د دې فابریکې د تولید ډېرول، د دغه شرکت له نورو لاسته راوړنو دي.

شریفي زیاته کړه: «د ملي پرمختیا شرکت د خپل ۷۰ سلنه مالیاتي مکلفیتونه ادا کړي او شاوخوا ۲۴.۷ میلیارده افغانۍ پور یې ورکړی دی.»

د هغه په ​​وينا، ياد شرکت له نورو ادارو چې د هغو پر پروژو یې کار کړی، ١٤ ميليارده افغانۍ طلبات لري او دغه شرکت په خپل بانکي حساب کې  ٤،٦ ميليارده افغانۍ  لري.

شریفي زیاته کړه: «د ملي پراختیا شرکت ښه مالي وضعیت لري چې ټولې مخکنۍ ورکړې یې چې د پروژو د مالکینو له خوا ورکړل شوې، ۶،۴ میلیارده کېږي.»

د ملي پراختيا شرکت د توليد او سوداګرۍ د چارو مرستيال د دغه شرکت د راتلونکو پلانونو په اړه وويل، که د پروژې مالکین او اړوند ادارې بودجه ولري، نو ٧٤٥ پروژې به بشپړې شي.»

د ملي پراختيا شرکت مالي او اداري مرستيال مولوي عبدالولي ارغنديوال د دې ترڅنګ چې وایي په دغه شرکت کې د پخواني حکومت د کارکوونکو د ګوښه کولو خبره حقیقت نه لري، زياته کړه: «د ملي پراختیا شرکت اداره د افغانستان د خلکو لپاره یوه بېلګه ده چې هيڅ کارکوونکی یې له رییس څخه تر ساتونکي پورې نه دي ګوښه کړي او ټول پر خپلو دندو کې دي.»

نوموړي زیاته کړ: «هغه کسان چې په تېر حکومت کې یې کار او خدمت کړی و، ټول پر خپلو دندو بوخت دي او حکومت له هغوی ملاتړ کوي.»

هغه زیاته کړه، ملي پراختیايي شرکت په هر ډول شرایطو کې خپل مسوولیتونه سر ته رسوي، هيڅ راز هڅې نه سپموي، د مخکې په پرتله به د هېواد د پرمختګ لپاره په کلک هوډ کار کوي او دغه اداره یوه شفافه اداره ده.

Views: 35

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version