ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سیاسي شخصیتونو راستنولو کمېسیون جوړېدل؛ شنونکي وايي، مثبت او منفي اړخونه لري

18 Mar 2022 - 00:36
18 Mar 2022 - 00:36

کابل (پژواک، ۲۷ کب ۱۴۰۰): د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي د سرپرست حکومت له خوا هېواد ته د سیاسي شخصیتونو د راستنولو په اړه د کمېسیون جوړېدو په تړاو بېلابېل نظرونه لري.

د افغانستان سرپرست حکومت له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او د هغوی د راستنولو په نوم کمېسیون جوړ کړی څو بهر ته وتلي افغان سیاسي شخصیتونه وهڅوي چې بېرته هېواد ته راشي.

دا کمېسیون اووه غړي لري چې مشري یې د کانونو او پټروليم وزیر شهاب الدین دلاور کوي؛ دغه راز  امیرخان متقي، خیرالله خیرخواه، فصیح الدین فطرت، عبدالحق وثیق، محمد خالد حنفي او انس حقاني یې نور غړي دي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي او د اروپایي اتحادیې استازي د دغه کمېسیون جوړولو هرکلی کړی دي.

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي په دې اړه بېلابېل نظرونه لري او وایي چې دغه کار مثبت او منفي اړخونه لري.

د سیاسي چارو شنونکی وحید فقیري وایي، د دغه کمېسیون جوړېدو مثبت اړخ دا دی چې له دغه کار سره به طالبان خپل سیاسي مخالفین کابل ته راوغواړي او تر خپل څار او کنټرول لاندې به یې راولي.

هغه پر خپل ټویټر خپاره کړي ویډیویي پیغام کې ویلي چې د دغه کمېسیون جوړېدو بل مثبت اړخ دا دی چې کابل ته د ځینو شخصیتونو راتګ به د طالبانو مخالفو جهتونو ترمنځ د نفاق رامنځته کېدو لامل شي.

فقیري وایي، که چېرې طالبان په دغه کار کې بریالي شول، نو  په نړیواله کچه به یوه ستره بریا ترلاسه کړي.

د نوموړي په وینا، د دغه کار منفي اړخ دا دی چې د اوسني نظام سیاسي مخالفین به په کابل کې یو مرکز پیدا کړي، فکر به کوي چې ګواکې طالبان ورته اړتیا لري.

ده ویلي، دغه راز د نظام سیاسي مخالفین به پر دغو سیاسیونو راټول شي او د دوی دفترونه به د مخالفینو پر مرکزونو بدل شي.

فقیري زیاتوي، کېدای شي له دغه کار سره د طالبانو ځیني غړي خوابدي شي، وایي به چې مبارزه دوی وکړه خو اوس امتیازات نورو ته ورکول کېږي.

د سیاسي چارو بل کارپوه محمد شفیق همدم وایي، د طالبانو هر هغه اقدام چې د افغانانو با عزته او خوندي ستنېدو ته زمینه برابروي، د هرکلي وړ دی او دی یې ستایي.

هغه پژواک ته وویل، سرپرست حکومت غواړي د دغه کمېسیون له لارې سیاسیون راوغواړي، دغه کار د یوه پراخ بنسټ او ټولګډون حکومت جوړېدو لپاره ښه اقدام دی.

همدم زیاتوي چې د سیاسیونو ترڅنګ باید عامو افغانانو ته هم خپل هېواد ته د ستنېدو زمینه برابره شي، په ځانګړې توګه هغه افغانان چې متخصصین  او پوهان دي؛ هېواد ته د هغوی ستنېدنه نسبت سیاسي شخصیتونو او مشرانو ته ډېره ګټوره ده.

هغه زیاته کړه: “د حکومت دې باید پام وي چې مفسد او خاین سیاستوالو ته خوندیتوب ورنه کړي؛ که چېرې دا مفسدین هېواد ته ستنېږي، د خلکو له مخالفت سره به مخ شي. مفسد او قومي ټیکه داران باید په نظام او حکومت کې ځای ونه لري او ورته زمینه برابره نه شي.”

د هغه په وینا، د هېواد لپاره بې پلوه ناپېیلو ملي شخصیتونو، ملي کدرونو او متخصصينو د جلب او جذب لپاره که کار وشي ډېره اغېزناک به تمام شي.

د تېر جمهوري نظام والي او د سیاسي چارو کارپوه محمد حلیم فدایي بیا وایي چې طالبان غواړي په دغه کار سره په سمبولیکه توګه سیاسي ګټه پورته کړي، نړۍ ته وښيي چې دوی انتقام نه اخلي او غېږ یې خلاصه ده.

هغه دغه راز وايي، د دې ترڅنګ هغوی غواړي ځیني سیاستوال د اوړې په رارسېدو سره بوخت کړي څو ورته مزاحمتونه جوړ نه کړي.

ده پژواک ته وویل، برعکس په افغانستان کې عملاً ټول سیاستوال د دوی له چلنده سخت ناراضه دي، مرموز قتلونه روان دي او خلک تر سخت رواني فشار لاندې دي.

د هغه په وینا چې طالبان باید په خپل سیاست کې بنسټیز بدلون راولي او زیاتوي: “زه فکر نه کوم چې سیاستوال یوه زندان ډوله افغانستان ته تګ ته زړه ښه کړي. مدني فعالان، ژورنالېستان، تجاران او سیاسي او تعلیم یافته مېرمنې هم غواړي له افغانستانه ووځي.”

د سیاسي چارو شنونکی محمد شفیق همدرد وایي، څو پورې چې اوسنی نظام د لویې جرګې له لارې مشروعیت ترلاسه نه کړي او د سولې درېدلې پروسه بېرته نه وي پیل شوې، فکر نه کوي  یواځې د کمېسیون له جوړېدو سره سیاسیون او کدرونه هېواد ته د ستنېدو لپاره زړه ښه کړي.

د هغه په خبره، که چېرې طالبان دې ته حاضر نه وي چې مخالفو سیاستوالو ته مساوي حق ورکړي، فکر نه کوي څوک دې زړه ښه کړي.

هغه وویل، که چېرې اوسنی حکومت د لویې جرګې له لارې داخلي مشروعیت ترلاسه کړي او بیا ټولشمول او ټولګډون حکومت ته د ټاکنو له لارې لاره برابره کړي، دا به یوه معقوله حل لاره وي.

همدرد وایي: “کېدای شي د افرادو په توګه ځیني کسان جذب کړي، خو فکر نه کوم لوی شخصیتونه د طالبانو دغه وړاندیز ته غاړه کېږدي.”
دغه راز د بهرنیو چارو پخوانی وزیر محمد حنیف اتمر هم په دې اړه غبرګون ښودلی؛ د دغه  اقدام په اړه یې پخپله ټویټرپاڼه کې لیکلي: «که د دغه کمېسیون ماموریت د افغانستان مدني او سیاسي ټولنې ته مراجعه کول، ملي اتفاق پیدا کول او ټولو ته د منلو وړ نظام رامنځته کول وي، دا یوه مثبت او هیله بښونکی ګام دی.»

هغه غوښتنه کړې ده چې د یاد کمېسیون د صلاحیتونو او ماموریت په تړاو باید ملت ته نور معلومات ورکړل شي.

 

Views: 1008

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version