ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات اوسېدونکي: د درب کندهار سړک کار باید ژر تر ژره بشپړ شي

د هرات اوسېدونکي: د درب کندهار سړک کار باید ژر تر ژره بشپړ شي

author avatar
22 Mar 2022 - 18:48
د هرات اوسېدونکي: د درب کندهار سړک کار باید ژر تر ژره بشپړ شي
author avatar
22 Mar 2022 - 18:48

[restrict paid=”true”]

هرات ښار (پژواک، ٢ وری ١٤٠١): د هرات یو شمېر اوسېدونکي وايي چې هېواد کې له سیاسي بدلونه شاوخوا نهه میاشتې کېږي؛ خو د پرمختیايي پروژو په پلي کېدو کې ناغېړي شته ده.

د هرات ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي چې له «درب کندهاره تر سپینې اډې» د سړک قیر کولو کار چې د ښاروالۍ مهمه پروژه ده او ټاکل شوې وه په پنځو میاشتو کې بشپړه شي؛ خو له نږدې یو نیم کال راهیسې نیمګړې پاتې ده.

د ښاروالانو بدلېدل رابدلېدلو او هېواد کې وروستي سیاسي بدلون له امله څو ځلې د دې پروژې کارونه نیمګړي پاتې شول.

د وروستي ځل لپاره، د نوي حکومت تر واک ته رسېدو وروسته د تېر کال لړم میاشت کې د دغه سړک د شمالي لین د ٨٧٥ متره سړک  قیرولو کار پیل او یوه اونۍ وروسته بشپړ شو.

خو اوس د درب کندهار سړک د جنوبي لین په کار کې ځنډ او بندېدل د هټیوالو او هغو کسانو چې د دغه سړک شاوخوا استوګن دي، له سختې نیوکې سره مخ دی.

درب کندهار سیمه کې د شامیر په نوم هټیوال په داسې حال کې چې د هټۍ په ټولو توکو یې خاورې او دوړې لوېدلې وې پژواک ته وویل، نږدې پنځه کاله کېږي چې دې سیمه کې خاورې خوري؛ خو تر اوسه هم د درب کندهار سړک چارې نه دي بشپړې شوي.

هغه وویل، مخکې له دې چې د سړک د قیر کارونه پیل شي، د سړک له ګرد، خاورو او خرابیو تر پوزې راغلی و؛ خو اوس د سړک له ګرد، خاورو او نیمه کارۍ ځورېږي.

د درب کندهار سیمې بل اوسېدونکی ګل احمد پژواک ته ټینګار کوي چې د جمهوریت حکومت ښاروالي فساد کې ډوبه وه، هېچا ترې تمه نه لرله، خو اوسنۍ ښاروالي باید د دې پروژې چارې بشپړې کړي.

هرات کې مدني فعال کامران علیزاده په دې باور دی چې د پروژو په پلي کولو کې ناغېړي پر حکومت د خلکو بې باوري رامنځ ته کوي.

که څه هم عليزاده د ښاروالۍ د تېرو دوو میاشتو له کاره خوشاله دی، خو ټینګار کوي چې هرات ډېر کار ته اړتیا لري او د هېواد د ابادۍ لپاره باید د تېر په پرتله غوره پروګرامونه پلي شي.

بلخوا د هرات ښاروالۍ مسوولین وايي چې د اسلامي امارت په تازه اټکل کې د تېر حکومت د اټکل په پرتله یوازې له درب کندهاره تر سپینې اډې سیمې پروژه کې، څه کم ۱۰نیم میلیونه افغانۍ توپیر رامنځته شوی.

هرات ښاروالۍ کې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي پژواک ته وویل، د دوی تازه اټکل کې له درب کندهاره تر سپینې اډې پروژې قیمت کې ۱۰،۴ میلیون افغانۍ کموالی راغلی دی.

په ورته وخت کې د هرات ښاروال حیات الله مهاجر فراهي پژواک ته ومنله چې د ژمي یخ موسم، باران او نامناسبې هوا له امله له درب کندهاره تر سپینې اډې د سړک د قیرولو چارې بندې شوې دي.

مهاجر فراهي هراتیانو ته زېری ورکوي چې د ۱۴۰۱ کال په پسرلي کې به د دغه سړک د قیرولو چارې پیل او په کم وخت کې به بشپړې شي.

د هرات ښاروال ټینګار کوي چې د ښاروالۍ اداره د روان کال پلان کې ډېرې پروژې لري او هڅه کوي د بودجې له تصویب سره جوخت یې کارونه پیل کړي.

مهاجر روښانه کړه: ((خلک دې ډاډه شي چې له ټولو پروژو څخه په جدي ډول نظارت کېږي، په ښه کیفیت به یې کارونه ترسره شي.))

په ورته وخت کې د درب کندهار پروژې د جوړولو شرکت مسوول نظام الدین رسولي وايي چې مخکني حکومت کې کارونه په سم ډول نه ترسره کېدل، د ښاروالانو په بدلېدو سره کارونه له خنډ سره مخ وو.

هغه زیاته کړه، د تېر په پرتله اوس کارونه ښه دي، د قیر کیفیت له اړخه هم ښه روان دي.

نوموړي زیاته کړه، څومره ژر چې شرکت ته پیسې ورکړل شي نو هومره ژر به د سړک د جوړېدو چارې ترسره شي.

که څه هم د هرات ښاروالي مني چې د درب کندهار د جوړېدو بهیر اوږدېدلو او د سړک د جوړېدو د کار بندېدلو له امله د سیمې خلکو ته ډېرې ستونزې جوړې شوي، خو ژمنه کوي چې نوي کال کې به ددغه سړک د جوړولو چارې بشپړې شي.

[/restrict]

Views: 17

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.